په بلوچستان کې د یو وسله وال برید پر مهال څلور پاکستاني سرتیري وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا پاکستاني سرتیرو ته دغه مرګ ژوبله په دوو جلا جلا بریدونو کې اوښتې ده.
د پاکستان پوځ ویلي چې لومړی برید تیره ورځ د کوټې په پیر اسماعیل زیارت کې پر امنیتي پوستې شوی چې پرمهال یې د (ایف سي) څلور سرتیري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د پوځ د معلوماتو په اساس د بلوچستان په توربت سیمه کې بیا د سړک غاړې ماین چاودنه کې د (ایف سي) دوه نور سرتیري ټپيان شوي دي.
د پاکستاني چارواکو د معلوماتو په اساس په لومړي برید کې پنځه وسله وال هم وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان په بلوچستان کې پر خپلو سرتیرو برید غندلی دی.
عمران خان نن سې شنبه جون لومړۍ (غبرګولې ۱۱) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دوی به په بلوچستان کې د وسله والو په وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکړي.
Strongly condemn terrorist attacks against our soldiers in Balochistan last night, martyring 4 soldiers & injuring 8. My prayers & condolences go to the martyrs families. We will continue our fight ag these terrorists & will not allow them to sabotage peace & dev in Balochistan.
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) June 1, 2021
تر دا مهاله ددغه وسله وال برید او سړک غاړې ماین چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.