افغانستان سره د جرمني ۶۰۰ میلیون یوره تازه بشري مرستې 

له افغانستان سره بشري مرستې

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له افغانانو سره د بشري مرستو په لړ کې د ۶۰۰ میلیون یوور تازه مرستې اعلان کړي دي.

د دغه وزارت په رسمي ویبسایټ کې ویل شوي دي چې دا مرستې به اړمنو افغانانو ته رسول کیږي.

د وزارت اعلامیه وايي: «جرمني سږکال په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ۶۰۰ میلیون یورو نوره مرسته کوي. دا مرستې به د خوړو نړیوال سازمان، د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او نورو نړیوالو همکارو سازمانونو له لورې به مستقیمآ خلکو ته رسول کیږي. جرمني دا مرستې د ملګرو ملتونو او سره صلیب/سرې میاشتې د ټولنو د محاسبې په اساس کوي.»

د جرمني چاروکي وايي چې دا سازمانونه له میلیونونو اړمنو خلکو سره د بېړنیو او اغیزناکو بشري مرستو لپاره له دغو پېسو څخه کار اخیستلای شي. خو د جرمني حکومت ټېنګار کوي دا سازمانونه باید ډاډ ترلاسه کړي چې دا پېسې د طالبانو لاس ته ورنشي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې دغه هېواد همدغه راز د پاکستان او ایران په ګډون د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې له خپلو ملګرو خیریه سازمانونو سره مرستې کوي چې بشري اړتیاوې پوره شي.

جرمني دا مرستې پداسې حال کې کوکي چې د خوړو نړیوال سازمان وايي د دوی پلان دا دی چې د ۲۰۲۱ تر پای پورې ۱۴ میلیون اړمنو افغانانو ته خوراکي مواد او یا نقدي پېسې ورسوي.

د ډبلیو ایف پي د افغانستان د دفتر ویاند وحیدالله اماني امریکا غږ ته وویل چې دوی تر دې دمه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ۱۱ میلیون اړمنو افغانانو ته مرستې رسولي او په پاتې دوو میاشتو کې به هڅه کوي چې درې میلیون نورو ته هم دا مرستې ورسوي.

هغه وویل: « ... د ۲۰۲۲ لپاره زموږ اړتیا لا زیاتېږي. د هغو نویو شمېرو له مخې چې ۲۲.۸ میلیون خلک د خوړو له پلوه خوندي نه دي او دوی خوراکي توکو ته اړتیا لري، د هرې میاشتې لپاره موږ به د ۲۲۰میلیون ډالرو په شاوخوا کې مرستو ته اړتیا ولرو.»

د ملګرو ملتونو د تازه شمېرو له مخې دا مهال په ټول افغانستان کې ۲۲.۸میلیون خلک خوراکي توکو او موادو ته اړتیا لري، شاوخوا ۵.۵ میلیون خلک په کور دننه بېځایه شوي‌ او لسګونه زره نور له هېواد څخه تښتېدلي دي.

په افغانستان کې د اګست په ۱۵ د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، ټولې بشري او خیریه ادارې له افغانستان څخه ووتلې او هلته یو اقتصادي او بشري کړکیچ پیل شو.

ملګري ملتونه وايي‌ که نړیواله ټولنه له افغانانو سره مرسته ونکړي، دا هېواد به په اقتصادي او بشري لحاظ هم سقوط شي. تر دې دمه د طالبانو حکومت هېڅ یو هېواد په رسمیت پېژندلی نه دی او نه هم ورسره مخامخ روابط پالي.