د هند د دفاع وزیر وايي چې د دغه هېواد د وسله وال پوځ عمومي لوی درستیز بپین راوت د هیلیکوپتر د غورځېدو په پېښه کې مړ شوی دی.
په دغه پېښه کې ۱۲تنه نور هم مړه شوي دي. په مړو کې د لوی درستیز مېرمنه هم شامله ده.
چارواکي وايي د دوی هیلیکوپتر نن چهارشنبه ډسمبر ۸ (لېندۍ ۱۷) د هند په جنوبي ایالتتامېل نادو کې غورځېدلې ده. په هیلیکوپتر کې۱۴تنه سپاره وو چې یو تن یې ژغورل شوی دی.
د هند د دفاع وزیرراجنات سینګ په خپل ټویټر کې پر دغې پېښې د خواشینۍ د څرګندولو تر څنګ لیکلي دي: « د هغه [راوت] ناببره مړینه زموږ د هېواد د وسله وال پوځ لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه ده.»
Deeply anguished by the sudden demise of Chief of Defence Staff Gen Bipin Rawat, his wife and 11 other Armed Forces personnel in an extremely unfortunate helicopter accident today in Tamil Nadu. His untimely death is an irreparable loss to our Armed Forces and the country.
— Rajnath Singh (@rajnathsingh) December 8, 2021
د تامېل نادو یو چاروکي اس پي امریت ویلي دي چې د ژغورنې ډلې د هیلیکوپتر یو کس ژغورلی او روغتون ته یې انتقال کړی دی.
د دغې پېښې علت لا معلوم نه دی او هندي چارواکي وايي چې په اړه پلټنې کوي. د هند دولتي خبري اژانس راپور ورکړی دی چې د مۍ-۱۷هیلیکوپتر د تامیل نادو له یو هوايي ډګر څخه پرواز کړی و او یوې نظامي اکاډمۍ ته روان و.
د هند په سیمه ایزو تلویزونونو کې ښودل کیږي چې له سقوط شوې هیلیکوپتر څخه لوګي پورته کیږي. لوی درستیز راوت ۶۳کلن و، د هند د پوځ تر ټولو لوړ پوړی چارواکی او د دفاع د وزیر مشاور و چې د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو د کارونو د هماهنګۍ او انسجام مسئولیت یې لره.
هغه په ۱۹۷۸کې د هند په پوځ کې داخل شو او د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره یې نژدې اړیکې درلودې.