کرونا ویروس؛ د افغانستان د روغتیا وزارت هند سره د پروازونو بندول غواړي

دا په داسې حال کې ده چې په دې وورستیو کې په هند او پاکستان کې د کرونا ویرویس مثبتې پېښې په بیساري ډول زیاتې شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د دریمې څپې خپرېدو مخنیوي لپاره د لازمو اقداماتو پر نیولو باندې ټينګار کړی دی.

د روغتیا وزارت نن دوشنبه اپرېل ۲۶(غويي ۶) ویلي چې د روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح له ولایتي رئیسانو، د خصوصي سکتور او موسساتو له مسؤلینو سره په دې برخه کې پر لازمو اقداماتو خبرې کړي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویلي چې په دغه ناسته کې له هند سره د افغانستان د پروازونو پر بندولو، له ایران او پاکستان سره د مسافرینو د تګ راتګ، د شپې لخوا پر ګرځېدو او په یو ځای کې د زیاتو کسانو د راټولېدو پر محدودیتونو باندې هم خبرې وشوې.

د افغانستان د روغتیا وزارت سرپرست ویلي چې په دې اړه خپل وړاندیزونه به د حکومت له مشرتابه او امنیت شورا سره شریک کړي، تر څو په دې برخه کې اقدام وکړي.

د روغتیا وزارت سرپرست اړوند مسؤلینو ته سپارښتنه کړې چې په ولایتونو کې د اکسیجن د تولید شرکتونه هم و ارزوي او تر دې په خصوصي روغتونو کې د کرونا ویروس د تشخیص وسایل هم وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې په هند او پاکستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په بیساري ډول زیاتې شوي دي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدو په لومړیو میاشتو کې هم افغانستان د څه وخت لپاره له هند سره پروازونه او پاکستان سره د تګ راتګ دروازې تړلې وې.

د رسمي شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۵۹۰۰۰ کسان په کرونا اخته شوي او شاوخوا ۲۰۰۰ نور مړه شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او وروسته نوري نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې سل میلیون کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې درې میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.