افغانستان کې تازه د کرونا ویروس له امله ۳۷ ناروغان مړه شوي

عکس(ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په ۲۲ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۳۱۰ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی د ی.

روغتیا وزارت نن جمعه جون څلورمه (غبرګولې ۱۴) ویلي چې د دې ترڅنګ په لسو ولایتونو کې د یاد ویروس له امله ۳۷ ناروغان هم مړه شوي دي.

د وزارت د معلوماتو په اساس د نوو ارقامو په ثبتېدو سره په افغانستان کې د کرونا د ټولو ثبت شوو مثبتو پېښو شمېر ۷۷۹۶۳ ته ورسېد.

همدارنګه د کرونا ویروس له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر هم ۳۱۰۴ تنو ته پورته شوو.

د افغانستان د روغتیا وزارت د دې تر څنګ ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې له کرونا ویروس څخه ۵۵ تنه بېرته روغ شوي چې دې سره د ټولو بیرته روغ شویو کسانو شمېر ۵۸۱۲۵ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شوو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۷۱میلیونه وګړي ورباندې اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې درې میلیونه او ۵۶۵زره مړه شوي دي.