نیوزلنډ د شل اوریز کرکټ نړیوال جام پایلوبې ته ووت

انګلنډ په نیمه پایلوبې کې نیوزلنډ ته ماتې ورکړه

د ۲۰۲۱ د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه (سیمي فاینل) په ابوظهبۍ کې د انګلنډ او نیوزلنډ ترمنځ وشوه چې نیوزلنډ انګلنډ ته ماتې ورکړه.

انګلنډ لومړۍ توپ‌ وهنه (بېټېنګ) وکړ او د څلورو لوبغاړو په مټ یې په ۲۰ اورونو کې نیوزلنډ ته ۱۶۷ منډو هدف ورکړ او نیوزلنډ د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره دا هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله.

نیوزلنډ په دې بري سره لومړۍ لوبډله شوه چې د ۲۰۲۱ د کرکټ‌ د شل اوریز جام پایلوبې ته ووت.

په نیمه پایلوبې کې د نیوزلنډ لپاره مېچل تر ټولو ډېرې۷۳ منډې وکړې او خپله لوبډله یې بري ته ورسوله.

د دغو سیالیو دویمه نیمه پایلوبه سبا پنجشنبه په دوبۍ کې د پاکستان او استرالیا ترمنځ ده.

د سیالیو پایلوبه د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۴ نېټه ده.

افغانستان هم په دغه نړیوال جام کې ولوبېده چې په پنځو لوبو کې یې دوې وګټلې او درې یې وبایللې.