د پاکستان پولیسو د ارمان لوڼي د قتل د یوې میاشتې تیریدو وروسته هم د هغه د قتل قضیه نه ده ثبت کړې
د پښتون تحریک غړیو د ارمان لوڼي د قتل د قضیې د نه ثبتیدو په اړه په ټولنیزو رسنیو خپل احتجاج پیل کړیدی.
د پښتون تحفظ تحریک یو غړی ارمان لوڼی د فرورۍ په دوهمه نیټه د پولیسو لخوا د تشدد نه وروسته ووژل شو. د ارمان لوڼي خور وړانگې لوڼۍ په پولیسو د هغه د وژنې تور لگولی او ویلي یې و چې پولیسو لمړی په ارمان تشدد وکړ او وروسته یې د زخمي ارمان د ملگرو لاره بنده کړه چې هغه روغتون ته ورسوي او هغه همداسې ساه ورکړ.
په ټولنیزو رسنیو دغه مبارزه چې د ارمان لوڼي د خور په شمول پکې د تحریک غړیو او ملاتړو برخه اخیستې ده، د حکومت نه د عدالت غوښتنه کوي.
وړانگې لوڼۍ په خپل یو ټویټ کې ریاست 'قاتل' وباله. هغه لیکي:
د ملي شهيد ارمان لوڼي مياست پوره سوه خو قاتل رياست ايف آي آر نه اخلي.#LodgeFIROfArmanLoni pic.twitter.com/WZNJFvDW0O
— Wrranga Lunri (@WrrangaLunri2) March 4, 2019
د بشري حقونو فعال او د ملالې یوسفزۍ پلار ضیا الدین د ارمان د قتل د قضیې نه ثبتیده 'په زخمونو د مالگې دوړول وبلل'. هغه لیکلي.
This is adding insult to injury.A blatant denial of justice!!#LodgeFIROfArmanLoni pic.twitter.com/rd8aztxO07
— Ziauddin Yousafzai (@ZiauddinY) March 4, 2019
د یاودنې وړ ده د پاکستان د سنا د بشري حقونو کمیټې هم د مارچ په ٥ په یوې غونډې کې چې وړانگې لوڼۍ هم پکې گډون وکړ، غوښتي چې د پولیسو ضد دې د ارمان لوڼي د قتل قضیه ثبت شي.
د ارمان د قاتلانو ضد د قضیې د پیلیدو لپاره د تحریک غړې ثنا اعجاز پخپل ټویټیر ولیکل
Arman Lon, a Pakhtun nationalist and human rights activists teaching Pashto literature in colleges was murdered because of his logical stance over the constitutional and basic human rights for Pakhtuns #LodgeFIROfArmanLoni
— Sanna Ejaz(سیاله) (@sanaejaz2) March 4, 2019
"ارمان لوڼی چې د پښتو ژبې پروفیسر او د حقونو فعال و، د پښتنو لپاره د اساسي قانون په اساس د حقونو غوښتنې له کبله وژل شویدی."
د یادونې وړ ده چې د پښتون تحفظ تحریک په ٢٠١٨ کال کې هغه وخت پیل شو چې یو قدرتمند پولیس افسر راو انور په کراچۍ کې یو پښتون ځوان نقیب الله محسود وواژه.
د هغې نه وروسته د تحریک پښتانه د پاکستان نه غواړي چې د پښتنو په وړاندې دې تشدد او د کرکې پالیسۍ ختمې کړي.
د تحریک د پیلیدو نه شاوخوا یو کال وروسته د ارمان لوڼی د پولیسو د لاسه وژل کیده یو ځلې بیا د پښتنو غوښتنې تازه کړیدي.