د غزني یو شمېر اوسیدونکي د پولیو ضد کمپاینونو د لړۍ روانه ساتل غواړي

د ۲۰۲۳ کال د مې د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین

د غزني ولایت یو شمېر اوسیدونکي په افغانستان کې د پولیو تازه پېښو ته په کتو سره له روغتیایي چارواکو غواړي چې د دوی په سیمو کې دې د پولیو ضد کمپاینونو لړۍ جاري وساتي.

وروسته له هغه چې په ننګرهار ولایت کې د پولیو ناروغۍ څلور مثبتې پېښې ثبت شوي، د غزني یو شمېر اوسیدونکي له روغتیایي چارواکو غواړي چې د پولیو کمپاینونو ته دې د کمیت او کیفیت له پلوه زیاته پاملرنه وکړي.

د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ اوسیدونکې، شاذیه، امریکا غږ ته وویل: "په ننګرهار ولایت کې د ګوزڼ د نویو پېښو له امله دلته په غزني کې زموږ اندېښنې زیاتې شوي، او ویره لرو چې ماشومان مو په یاده ناروغي اخته نشي."

د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ بل اوسیدونکی، رحمت الله مرجانخیل، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”نه یواځې په غزني ولایت کې، بلکه په ټول هېواد کې باید د پولیو ضد کمپاینونه په اغیزناک ډول تطبیق شي، ځکه پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده او زموږ د ماشومانو ژوند ګواښي.

نوموړی له روغتیایي چارواکو غواړي چې د کمپاینونو تر څنګ دې د عامه پوهاوي پروګرامونه هم زیات کړي، تر څو خلک د واکسین په ګټو پوه شي، او خپل ماشومان واکسین کړي.

د غزني ښار یو تن اوسیدونکي، میاګل صدیق، امریکا غږ ته داسې وویل: ”د ننګرهار ولایت نویو پېښو ته په کتو سره باید د عامې روغتیا وزارت په ټول افغانستان کې کمپاینونه زیات کړي، ترڅو نور ماشومان د دغې ناعلاجه ناروغۍ له امله په تل پاتې معلولیت اخته نشي.

په غزني ولایت کې د روغتیا د نړیوال سازمان مسؤول، ډاکټر فضل احمد حنیف پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”له نیکه مرغه غزني کې د ۲۰۲۱ د جنوري څخه راهیسې د پولیو کومه مثبته پېښه نده ثبت شوې، اما د پولیو د محوې لپاره طبعاً د کمپاینونو تطبیق ته اړتیا شته.

د نوموړي په وینا، د چمتو شوي پلان له مخې په جولای او اوکتوبر میاشتو کې د افغانستان په دریوو حوزو (لویدیځ، ختیځ او سویل ختیځ) کې فرعي کمپاینونه ترسره کیږي، چې غزني هم د سویل ختیځې حوزې یوه برخه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پولیو وروستیو پېښو د نړیوالو روغتیايي ادارو او عامې روغتیا وزارت پاملرنه ځانته را اړولې، او ژمنه یې کړې چې له ګواښ سره مخ سیمو کې به فرعي کمپاینونه ترسره کړي.