ارګ: د سولې مرکچي پلاوي جوړښت کې د تغیر راوستلو امکان شته

د افغانستان جمهوري ریاست، د زلمي خلیلزاد د هغې غوښتنې په اړه چې ویلي یې و له وسله والو طالبانو سره دې د خبرو اترو په هدف یو پراخ ملي ټېم رامنځته شي وايي، حکومت چمتو دی چې په دغه ټېم کې تغیرات راولي.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي‌ استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ له طلوع ټلوېژیون سره مرکه کې هیله وښودل چې د افغان حکومت په مشرۍ د افغانستان د ټولو سیاسي ګوندونو څخه یو"ګډ قوي ملي ټیم" جوړ شي چې په قطر کې د مذاکراتو بل اړخ وي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د سې شنبې په ورځ د «سلواغې پر۳۰مه» امریکا غږ ته وویل چې حکومت د سولې مذاکراتو لپاره یو ۱۲ کسیز مرکچي ټېم مخکي جوړ کړی چې په هغه کې د تغیر رامنځته کېدو احتمال شته.

شاه حسین مرتضوي

هغه وویل: کوم څه چې ښاغلي خلیلزاد ویلي، که چېرې داسې وشي، دا ښه خبر ده، حکومت یې هم د اصلاح کولو پلان لري، فعلاً ۱۲ تنه معرفي شوي‌ دي... که اړتیا پیدا شوه امکان لري چې په هیئت کې تغیر راشي."

ښاغلي‌ مرتضوي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د «فبرورۍ پر ۲۵ مه» په دوحه کې د وسله وال طالبانو او افغان حکومت د پلاوي تر احتمالي‌ لیدنې به په دغه ټېم کې تغیرات راشي وویل:" تر هغه وخته که اړتیا وه په دغه ټېم کې به تغیرات راشي."

پر همدې مهال زلمي خلیلزاد تېره ورځ له عبدالرب رسول سیاف سره د لیدنې پرمهال خبرو کې د یو پراخ مذاکراتي ټېم پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

ټاګل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي‌ خلیلزاد او طالبانو ترمنځ خبرې شپږ ورځې وروسته په دوحه کې پیل شي.

افغان حکومت هم دغو خبرو ته چمتوالی ښودلی او زیاته کړې ده که چېري په دغه غونډه کې د افغان حکومت پلاوي او طالبانو ترمنځ د خبرو ډاډ ورکړل شي پلاوی به یې په دغه غونډه کې ګډون وکړي، خو وايي، که چیري د تېر په څير وي، خپل پلاوی به دوحې ته ونه لېږي.