د لاس رسي وړ اتصالات

سرچینه: طالبانو پاکستان ته خپل سفر لغوه کړ


د طالبانو یوې سرچینې د امریکا غږ انګلیسې څانګې ته ویلي، داسې ښکاري چې د طالبانو د قطر دفتر استازو اسلام اباد ته خپل سفر لغوه کړی وي.

که څه هم دغه طالب سرچینې پاکستان ته د طالبانو د سفر د لغوه کېدو د لامل په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو مخکې ځینو رسنیو پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر په اړه د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو رامنځته کېدو په اړه راپورونه ورکړي و.

طالبانو تېره اونۍ ویلي و چې د دوی د قطر دفتر یو پلاوی به سبا دوشنبه د پاکستان په بلنه په اسلام آباد کې د پاکستان له صدراعظم او امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي.

طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي و چې د دوی استازي به له عمران خان، سره د افغانستان او پاکستان د اړیکو او دغه راز د افغان کډوالو او د سوداګرو د ستونزو" په هکله خبرې وکړي.

تر دامهاله د طالبانو ویاندویانو اسلام اباد ته د دوی د پلاوي‌ د سفر د لغوه کېدو په اړه تبصره نه ده کړې.

پر همدې مهال د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته رسېدلی او د افغان حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره یې د خپل وروستي سفر جزئیات شریک کړي‌ دي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم روانه اونۍ پاکستان ته سفر وکړي، خو یوه امریکايي چارواکي امریکا غږ ته ویلي چې ښاغلی خلیلزاد په روانه اونۍ کې پاکستان ته د سفر پلان نه لري.

  • غبرګون

افغان حکومت لا له وړاندې پاکستان ته د طالبانو د پلاوي پر کېدونکي سفر غبرګون ښودلی و، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته وویل چې، پاکستان ته د وسله والو طالبانو د استازو د کېدونکي سفر په اړه اسلام اباد له کابل سره همغږي نه ده کړې.

د دغه وزارت ویاند صبغت الله احمدي د یکشنبې په ورځ د «سلواغې پر ۲۷مه» له امریکا غږ سره مرکه کې پاکستان ته د طالبانو د استازو سفر د افغانستان له ملي حاکمیت څخه سرغړونه وبلل.

نوموړي زیاته کړه چې پاکستان باید له افغانستان سره پر کړو ژمنو پابند پاتې شي او زیاته یې کړه چې د دغه هېواد له صدراعظم عمران خان سره د طالبانو د استازو لیدل د دغه ډلې د رسمیت پيژندلو په معنا ده.

احمدي‌ وویل چې پاکستان ته د طالب استازو سفر د ملګرو متلونو د بندیزونو کمېټې له اصولو خلاف دی او نوموړي ومنل چې افغان حکومت په دې اړه د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې ته شکایت کړی دی.

افغان حکومت تر دې مخکې روسیې ته هم د طالب استازو د سفر په اړه د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې ته شکایت کړی و.

XS
SM
MD
LG