د لاس رسي وړ اتصالات

نبیل: پاکستان غواړي طالبانو ته نړیوال مشروعیت ورکړي


رحمت الله نبیل د ۲۰۱۶ په می کې د اسوشیتدپرس سره د مرکې په حال.
رحمت الله نبیل د ۲۰۱۶ په می کې د اسوشیتدپرس سره د مرکې په حال.

طالبانو تیره اوونۍ اعلان کړی ؤ چې په اتلسم فبروري (دوشنبې) به اسلام اباد کې د امریکایي استازي زلمي خلیلزاد او د پاکستان د صدراعظم سره لیدنې کوي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس او د جمهوري ریاست برحاله کاندید رحمت الله نبیل وایي، اسلام اباد ته د طالبانو بلل او رسمي لیدنو امکانات برابرول د پاکستان هغه هڅه ده چې غواړي طالبانو ته نړیوال مشروعیت ورکړي.

د ښاغلي نبیل په باور، پاکستان پدې کوشش کې دی چې طالبان د افغانستان د حکومت په مقابل کې نړیوالې ټولنې ته د یو موازي قوت په توګه معرف کړي. د ښاغلي تبیل په وینا پاکستان ځکه دا کار کوي چې وښيې د افغانستان د امن کولو او سولې په پروسه کې اصلي اړخ پاکستان وي.

د سید سلیمان اشنا سره د ښاغلي نبیل پوره مرکه دلته لیدلی شئ:

Nabil int
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:06:21 0:00

XS
SM
MD
LG