پښتونخوا کې د قبایلي سیمو د شاملیدو په اړه د پښتون تحریک دریځ

د پښتون ژغورنې تح‏ریک مشران وایي چې د قبایلي سیمو د خیبر پښتونخوا سره د شاملیدو په هکله ځکه هیڅ رای نلري چې پښتانه پدی مسله ویشل شویدي.

د باکستان په پارلمان کې د قبایلي سیمو (FATA) په خیبر پښتونخوا کې د شاملیدو لپاره یوه لایحه وړاندي کیږي چې تمه ده اکثریت به یې په پلوۍ رای ورکړي او راتلونکې اونئ د می په ٢٣ به فاټا د خیبر پښتونخوا برخه شي.

د امریکا غږ د دی پوښتنې په ځواب کې چې د پښتون ژغورنې تحریک د پاکستان د حکومت د ارادې په اړه چې راتلونکې اونۍ به فاټا د خیبر پښتونخوا سره یو ځاي شي، څه دریځ لري، د تح‏ریک یو مشر محسن داوړ وویل چې تراوسه یې پدی اړه کومه پریکړه نده کړې خو ځکه چې دا یوه ډیره مهمه مسله ده نو هغوي نیت لري ډیر ژر پدی اړه بحثونه پیل کړي او د تحریک دریځ اعلان کړي

پام وکړۍ د پښتون ژغورنې د تح‏ریک د یو مشر محسن داوړ سره زمونږ مرکې ته

Your browser doesn’t support HTML5

د محسن داوړ مرکه