د پښتون ژغورنې غورځنګ خپلې غونډې او احتجاجونه وځنډول

منظور پښیتن وايي چې دا کار یې ددې لپاره کړی چې کروناویروس نور هم خپور نشي

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د کرونا ویروس د خپرېدو له ویرې خپلې ټولې غونډې او فعالیتونه تر نامعلومې مودې پورې وځنډول.

ښاغلي پښتین د شنبې په ورځ (مارچ۲۱) په خپل فیسبوک کې وویل چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې دا اقدام کړی دی.

هغه وویل"د ټولو ملګرو اتفاق په دې راغلی دی چې کرونا يو وبايي بيماري ده او د اجتماعګانو د لارې نوره خوريږي او زمونږ پښتانه په معاشرتي توګه ډېرکمزوري دي،" په دې حساب دکوټې جلسه (مارچ۲۹) او د غورځنګ نور فعالیتونه ځنډول شوي دي.

منظور پښتین وویل هر وخت چې د کروناویروس خطر کم شو، دوی به بیا خپلې غونډې پیل کړي.

په همدې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړي ننګیال بیټني امریکا غږ ډیوې ته وویل چې د غورځنګ فعالیتونه به په ټولنیزو رسنیو او رسنیو روان وي.

د پاکستان حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو دمخنیوي لپاره رخصتۍ اعلان کړي او له خلکو یې غوښتي چې په کورونو کې پاتې شي.

د دغه هېواد صدراعظم عمران خان ویلي دي چې حکومت یې د کرونا مخه نشي نیولې خو خلک یې د احتیاط له لارې د دغه ویروس مخه نیولې شي.

تر دې دمه د کرونا ویروس په ټولې نړۍ کې څه باندې ۱۱۷۰۰ کسان مړه کړي او څه باندې ۲۸۰زره نور پرې اخته دي.