د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د اګست تر لسمې نیټې پورې په شپږو پروازونو کې د ځانګړو ویزو "یا اس ای وي" پروګرام کابو زر تنه ګډونوال متحده ایالتونو ته رارسیدلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د سه شنبې په ناوخته خبریالانو ته وویل، تر اوسه په دقیق ډول ۹۹۵ تنه او د هغوی د کورنۍ غړي امریکا ته رارسیدلي دي.
نیډ پرایس زیاته کړه:" تر نن ورځې پورې، شپږ پروازونه امریکا ته شوي دي. موږ د اګست تر لسمې پورې د ځانګړو ویزو تقریبا زر تنه ګډونوال او د هغوی د کورنۍ غړي انتقال کړي دي. دقیق شمیر ۹۹۵ تنه دی."
نوموړي زیاته کړه، د ځانګړو ویزو تقریبا شپیته سلنه ګډونوال چې فورټ لي پوځي اډې ته رسیدلي، د امریکا د مهارجرینو د منلو د پروګرام په مرسته یې په دغه هیواد کې نوی ژوند پیل کړی دی.
امریکا ته د افغان همکارانو د انتقال لړۍ په داسې حال کې ګړندۍ کیږي چې امریکایي سیاستوالو په حکومت فشار راوړی و څو د امریکايي عسکرو افغان ژباړونکي او همکاران ژر تر ژره له افغانستان څخه وباسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلیکن څه موده مخکې هغو افغانانو ته چې د امریکا د متحدو ایالتونو په مالي ملاتړ په جوړ شویو پروژو، د امریکا نا دولتي ادارو او مطبوعاتو کې یې کار کړی وي د مهاجرت یو نوی پروګرام «دویم لومړیتوب» بلل کیږي، اعلان کړ.