لوګر کې دمخدراتو پر سر دطالبانو جګړې ۱۲ کسه ووژل

ارګ وايي د سولې پر غونډې برید شوی، خو د لوګر چارواکي وایي طالبانو خپلو کې جنګ کړی

د لوګر د امنیې قومندانۍ وايي چې د طالب وسله والو دوو ډلو د اپیمو او نشه يي توکو پر چاقاق کولو جنګ کړی دی چې دواړو خواو ته یې تلفات اوښتي دي.

د لوګر د امنیې قومندانۍ ویاند شاپور احمدزی وايي پېښه د پنجشنبې په ورځ (جون۲۸) د څرخ ولسوالۍ د میر برکت په سیمه کې شوې ده.

نوموړي امریکا غږ ته وویل "د طالبانو د ملا نعیم ډلې د ملا فرید له ډلې سره جنګ کړی دی. په دوو هایلکسونو – موټرونو- کې یې نشه يي توکي بار کړي وو او بل ځای ته یې انتقالول چې د ملا فرید کسانو یې مخالفت کړی. جنګ شوی ۱۲ د ملا نعیم کسان وژل شوي او د ملا فرید څلور کسان ژوبل شوي دي."

افغان او امریکايي چارواکي وايي چې د مخدراتو کاروبار د طالبانو ستره عایداتي سرچینه ده. د چهارشنبې په ورځ یوه امریکايي چارواکي وویل چې روان میلادي کال کې د طالبانو د مخدراتو پر زیرمو او لابراتوارونه ۱۵۴ هوايي بریدونه شوي چې لدې کبله طالبانو ته شاوخوا ۴۵ میلیون ډالره مالي زیان اوښتی دی.

د ارګ اعلامیه

د لوګر د نننۍ پیښې په اړه،ارګ بل ډول خبر ورکړی دی.

د جمهوري ریاست یوه اعلامیه وايي چي "د افغانستان د سولې، ورورګلوۍ او امنیت دښمنانو" د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د سوله غوښتونکو په غونډې تروریستي برید کړی چې یو شمېر سوله خوښي وطنوال شهیدان او ټپیان" شوي دي.

ارګ دغه برید ستر جنایت بللی دی.

څو ورځې وړاندې طالبانو په یوې خبرپاڼۍ کې د سولې ولسي خوځښتونه د بهرنیو توطیه وبلله.