مککال: طالبانو په مزار کې مسافر وړونکې الوتکې یرغمل کړې 

مسافر د اریانا افغان الوتکې ته خیژي

په امریکا کې د جمهوریت غوښتونکو ګوند یو مقام مایکل مککال وايي چې څلور دربست (کرایه) شوې الوتکې چې سلګونه کسان پکې سپاره دي، په مزار شریف کې اېسارې کړل شوې دي.

هغه وايي چې په الوتکو کې امریکایي اتباع او افغانان دي چې اکثریت یې پاسپورت او ویزې هم لري، خو له میدان څخه د وتلو اجازه نلري.

ښاغلی مککال وايي طالبانو دا الوتکې «یرغمل» کړي دي.

خو یو افغان چارواکي ویلي دي چې په الوتکو کې اکثریت سپاره چې افغانان دي پاسپورت او ویزې نلري او له همدې کبله د پرواز اجازه نه ورکول کیږي.

امریکايي چارواکو ویلي دي چې خپل اتباع او هغه خلک چې ژوند یې په خطر کې له افغانستان څخه وباسي. طالبانو ژمنه کړې ده چې هغو خلکو ته به مصونه لار ورکوي چې د سفر قانوني اسناد ولري.

په مزار کې یو شمېر کسانو ویلي دي‌ چې د دغو الوتکو څخه لسګونه کسان راښکته شوي او اوس د ښار په هوټلونو کې اوسیږي.

امریکایي چارواکي وايي دا مهال په افغانستان کې د هغوی هېڅ کارکوونکی نشته او له نشي ویلای چې په دغو الوتکو کې څومره امریکايي اتباع دي.

د اسوشیتدپرس خبري اژانس د دغه افغان چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی اخیستل شوی لیکلي دي چې ټاکل شوې دا الوتکې قطر ته ولاړې شي او معلومه نه دي چې چا کرایه کړې دي.

طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او له هغه وروسته امریکایي چارواکي وايي د ۶۰۰۰ امریکايي وګړو په ګډون یې شاوخوا ۱۲۴۰۰۰ خلک یې، چې فکر کېږي ژوند یې په خطر کې و، له افغانستان څخه اېستلي دي. داسې ویل کیږي چې لا هم سلګونه کسان چې، امریکایان هم په کې دي، غواړي له افغانستان څخه ووځي، هلته بند پاتې دي.