د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په پنجشیر باندې د طالبانو یرغل په کلکه وغانده


د ایران د بهرنیو چارو وزارت په طالبانو باندې په لومړني څرګند انتقاد کې د پنجشیر په دره باندې ددې ډلې یرغل "سخت غندلی" او د "ورور وژنې په مخنیوي" باندې یې ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده، د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۶ (وږي ۱۵) په یو خبري کنفرانس کې وویل: "پنجشیر یواځې سیاسي حل لاره لري او د پنجشیر محاصره په هیڅ ډول د بین المللي حقوقو او د بشر دوستۍ د حقوقو له پلوه د منلو وړ نده..ږ طالبان باید د بین المللي حقونو په چوکاټ کې په خپلو ژمنو ودریږي. د پنجشیر خلک وږي کول، د هغوی د اوبو او بریښنا قطع کول او د پنجشیر د خلکو محاصره کول د اندیښنې او تاسف وړ دي."

پدې ترڅ کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد، ویلي چې د پنجشیر خلک د هغه په وینا د "یاغي ډلې کسانو" له خوا د "یرغمل نیونې" له شره خلاص شول او په وینا یې د پنجشیر ولایت د بریښنا او انټرنیټ جریان به بیرته پیل شي.

د څو ورځو راهیسې په پنجشیر کې د احمد مسعود په مشرۍ د "ملي مقاومت د جبهې" پر ضد د طالبانو بریدونو شدت موندلی او طالبانو ادعا کړې چې دغه ولایت یې په بشپړه توګه نیولی دی، که څه هم چې د مقاومت جبهې دغه ادعا رد کړې ده.

په پنجشیر کې د مقاومت د جبهې یو شمیر مشرانو ادعا کړې چې ددې ډلې د جنګیالیو پر مرچلو باندې په تیرو دوو شپو ورځو کې "پاکستاني" بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

ښاغلي خطیب‌زاده پدې خبره چې ایران دغه ادعاوی څیړي وویل: "د افغانستان په چارو کې د بهرنیو ځواکونو مستقیم او غیر مستقیم دخالت د یرغلګرو ځواکونو لپاره له ماتې پرته بله نتیجه نده درلودلې...د افغانستان خلک خپلواکۍ غوښتونکي او غیرتي دي او د افغانستان په چارو کې هر ډول بهرنۍ مداخله زمونږ له نظره محکومه ده."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د طالبانو سره د ایران د تعامل په هکله وویل چې ایران په افغانستان کې حاکمې ډلې او دولت چلند ته په لیدلو سره دریځ خپلوي او "هر څومره چې دغه دولت په مسوله توګه چلند وکړي هماغمره مناسب‌ ځواب ترلاسه کوي."

ایران چې د افغانستان سره شاوخوا ۹۰۰ کیلو متره ګډه پوله لري د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې یې د طالبانو رژیم په رسمیت نه و پیژندلی. دغه هیواد همدا اوس د شاوخوا درې میلیون افغان مهاجرو کوربه دی او د نورو افغان مهاجرو له ورتګ څخه اندیښنه لري. دا ځل ایران هڅه کوي چې د طالبانو سره د سولې او سازش له لارې پرمخ ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG