لویدیځ څیړونکي: هیبت الله آخندزاده څو کاله مخکې مړ شوی، طالبان: ژوندی دی

د طالبانو مشر هبت‌الله آخندزاده

پداسې حال کې چې پر افغانستان باندې د طالبانو د واکمن کیدو څخه درې میاشتې تیریږي، ددې ډلې مشر هیبتالله آخندزاده، تر اوسه په عام محضر کې ندی راڅرګند شوی او نه هم د هغه کومه ودیو خپره شوې ده.

د افغانستان د پخواني حکومت یو شمیر مقامات او د لویدیځې نړۍ څیړونکي پدې باور دي چې ددې ډلې مشر څو کاله وړاندې مړ شوی دی، خو د طالبالنو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، وایي چې هغه ژوندی دی او ژر به په عام محضر کې راڅرګند شي.

د اکتوبر په میاشت کې داسې رپوټونو خپاره شول چې ګواکې د طالبانو مشر د کندهار په ښار کې یوې دینې مدرسې ورغلی او هلته یې وینا هم وکړه.

د طالبالنو د مشر د وینا د جریان هیڅ ډول تصویر او یا ویدیو خپره نشوه، او هغه ته په منسوب ۱۰ دقیقه یي صوتي پیغام کې ملا هیبتالله د افغانستان د سیاسي مسایلو په هکله څه ونه ویل او یواځې دیني او مذهبي پیغامونه یې ورکړل او طالبالنو ته یې دعا وکړه.

د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د طالبانو د مخکني مشر ملا اختر محمد منصور، د وژل کیدو وروسته آخندزاده په ۲۰۱۶ کال کې د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو.

د طالبالنو ډلې تر اوسه د هغه په نوم څو فرمانونه خپاره کړي دي.

په کندهار کې د حکمیه دارالعلوم مدرسې امنیتي مسول شکرالله معصوم، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې ملا هیبتالله پداسې حال کې چې مسلح و د خپلو دریو تنو ساتونکو سره مدرسې ته روغلی و.

هغه زیاته کړه چې د کتنې پر وخت هیچا اجازه نه درلودله چې د ټیلیفون او یا د غږ د ثبت کولو له نورو وسایلو څخه کار واخلي.

ددې مدرسې یو شاګرد وویل چې له ډیرې خوشحالۍ څخه یې هیر شول چې د هغه مخ وګوري او پدې خاطر ونه توانید چې تائید کړي چې هغه واقعاً‌ د طالبانو مشر و.

د طالبانو ډلې پنځه کاله مخکې یواځې د آخندزاده یو تصویر خپور کړی و.

لویدیځ څیړونکي وایي مدرسې ته تګ په پوره احتیاط پروګرام شوې او یو چل ول و.

له دې دمخه د طالبانو د ډلې د بنسټ ایښونکي د ملا محمد عمر د مړینې خبر هم د هغه د مړینې څخه دوه کاله وروسته تائید شو.

د افغانستان پخواني حکومت یو امنیتي مقام د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې آخندزاده ژوندی ندی او د کابل په نیولو کې یې هیڅ ډول رول نه درلود.

یو شمیر منابعو ویلي چې ملا هیبتالله او ورور یې شاوخوا درې کاله مخکې د پاکستان په کویټه ښار کې په یو ځانمرګي برید کې وژل شوي دي. فرانس پرس ددغې منبع نوم ندی اخیستی.

څو بهرنیو استخباراتي ادارو هم ورته باور څرګند کړی دی.

فرانس پرس ویلي چې د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت او استخباراتي اداره د طالبانو د مشر د مړینې په اړه اوازو ته د خبري اژانسونو پوښتنو ته ځواب ورنکړ.

ملا هیبتالله آخندزاده د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ اوسیدونکی دی چې دیني زده کړې یې کړي.

پخواني شوروي اتحاد د سره لښکر د برید پر مهال پاکستان ته مهاجر شو او د مولوي محمد یونس خالص د اسلامي حزب په چوکاټ کې د ملا محمد آخند، په جبهه کې وسله واله مبارزه پیل کړه.

هیبتالله آخندزاده همداشان د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوچلاک سیمه کې یوه دیني مدرسه رهبري کوله او بیا د کندهار ولایت کې قاضي شو او بیا تر ۲۰۰۰ کال پورې په ننګرهار ولایت کې د پوځي محکمې رئیس و.

د طالبانو د رژیم د پرزیدلو پر وخت آخندزاده د کابل د پوځي محکمې مشري کوله او بیا پاکستان ته وتښتید او په کویټه ښار کې یې پناه واخیستله.

فرانس‌پرس د یوې بلې منبع په حواله ویلي چې د ۲۰۲۰ کال په ترڅ کې یې درې ځلې له هیبتالله سره لیدلي دي. هغه همداشان ویلي چې د طالبانو مشر د نوې تکنالوژۍ څخه استفاده نه کوله او د لیک او ډیجیټل تیلفونو له لارې یې د خپلو کارکوونکو سره خبرې کولې.

په سیمه کې یوې امنیتي منبع ویلي چې که طالبان اعلان وکړي چې ملا هیبتالله ژوندی ندی، او هغوی د نوي مشر په لټه کې دي، دا کار به د طالبانو ترمنځ د جلاوالي سبب شي او د داعش - خراسان ډله به ترې ګټه واخلي.

د طالبانو د مشر د ژوند په اړه د ټولو ابهاماتو سره سره ددې ډلې یو ویاند فرانس‌پرس ته وویل چې هغه په منظمه توګه چارې رهبري کوي او په عام محضر کې راڅرګندیدیو ته اړتیا نلري.