د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو څار سازمان طالبان د پخوانیو حکومتي سرتیرو په وژلو تورن کړي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان طالبان د پخواني حکومتي سرتیرو په وژلو او ورک کولو تورن کړي او زیاته کړې ده چې طالبانو له عمومي عفوې سره سره د پخواني حکومت څه باندې ۱۰۰ پولیس او استخباراتي افسران اعدام او یا هم ورکړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان نن سې شنبه نومبر ۳۰ (لېندۍ ۹) پخپل تازه راپور کې ویلي چې یاد کسان د اګست له پنځلسمې څخه بیا تر دا مهاله پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په ځینو ولایتونو کې په زوره وژل شوي یا ورک شوي دي.

دغه ۲۵ مخه ییز راپور چې نوم یې «ستاسو په څېر خلکو ته بخښه نشته، په افغانستان کې د طالبانو په وخت کې په زوره وژنې او ورکېدل» پکې د ۴۷ پخوانیو ملي اردو سرتیرو، ملي امنیت، استخباراتو، پولیسو او ملېشو وژل یا ورک کېدل راپور کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې یاد کسان د اګست له ۱۵ څخه بیا د اکتوبر تر ۳۱ پورې طالبانو ته تسلیم شوي و او یا هم نیول شوي و.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، یوازې په کندهار، هلمند، کندز او غزني ولایتونو کې له سلو څخه د زیاتو وژنو په اړه یې معلومات راټول کړي دي.

د بشري حقونو څار سازمان د اسیا د برخې مشرې پاتریشیا ګوسمن ویلي:"د طالب مشرانو د عفوي ژمنې سیمه ییز قوماندانان د پخوانیو افغان امنیتي سرتیرو له وژلو او یا ورک کولو څخه نه دي راګرځولي.د دې مسؤلیت د طالبانو په غاړه دی چې باید د زیاتو وژنو مخه ونیسي،له مسؤلینو سره باید سوال او جواب وکړي او د قرباني شوو کسانو کورنیو ته باید تاوان ورکړي."

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې یاد معلومات یې په څلورو ولایتونو کې له ۴۰ کسانو سره د مخامخ مرکو او له ۲۷ نورو کسانو سره یې د تلیفون له لارې خبرې کړي دي.

راپور وايي چې په دغه کسانو چې عیني شاهدان، د قربانیانو دوستان، پخواني دولتي چارواکي، خبریالان، روغتیايي کار کوونکي او د طالبانو ځينې غړي شامل دي. راپور زیاتوي چې یو طالب قوماندان ورته ویلي چې د ظلم او جنایتونو مسؤلین نه بخښل کیږي. خو په راپور کې د دغه طالب قوماندان نوم نه دی ذکر شوی.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان چې مرکز یې په نیویارک کې دی ویلي چې طالب مشرانو تسلیم شوو عسکرو ته ویلي چې د ځان د خوندیتوب لپاره د عفوې د کارتونو په تر لاسه کولو سره له دوی سره ځانونه ثبت کړي.خو راپور وایي چې طالب سرتیرو څو ورځې وروسته یو شمېر پخواني عسکر مړه او یا یې هم ورک کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې طالبانو د پخوانیو چارواکو د دندې اړوند معلوماتو ته لاس رسئ پيدا کړی او په خبره یې له یادو معلوماتو څخه د هغوی په نیولو کې استفاده کوي.

په راپور کې د مثال په ډول په کندهار کې د پخواني حکومت د استخاراتو د یو کار کوونکي باز محمد یادونه شوې چې د سپټمبر په وروستیو کې طالبان کورته ورغلي هغه یې نیولي او وروسته یې جسد د کورنیو غړو پیدا کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې د پخوانیو چارواکو پر کورونو د طالبانو لخوا د شپنیو چاپو یادونه هم شوې ده چې په وینا یې هغوی یې وژلي یا ورک کړي دي.

له هلمند څخه یوه مدني فعال چې په راپور کې نوم نه دی ذکر شوی د شپنیو چاپو په اړه یاد سازمان ته ویلي:"د طالبانو شپني عملیات ډارونکي وي،هغه د پخوانیو سرتیرو د بې وسلې کولو چې خپلې وسلې یې نوي تسلیم کړي په بهانه تر سره کیږي،هغوی چې ورک کیږي د «شپنیو عملیاتو قربانیان دي»کورنۍ یې نشي کولای چې راپور او یا یې هم تائید کړي،کورنۍ حتا پوښتنه هم نشي کولای چې [یاد شخص یې چیري وړی دی]."

راپور کې راغلي چې طالبانو د کورنۍ غړي مجبور کړي چې له دوی څخه د پټو کسانو په اړه معلومات ورکړي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو یاد کار پخواني دولتي چارواکي بېرولي دي.

راپور کې راغلي چې طالبانو د دې ترڅنګ په ننګرهار ولایت کې له داعش ډلې سره د همکارۍ په تور کسان هم هدف ګرځولي دي.

په کابل کې د طالبانو حکومت تر دا مهاله د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

خو تر دې مخکې طالب مشرانو د پخواني حکومت غړو او امنیتي ځواکونو ته پر عمومي عفوي ټينګار کړی دی.

د طالبانو د تصفیې کمېسیون مشر هم پخپلو تازه څرګندونو کې څو ځله ویلي چې هیڅ طالب چارواکی یا بل غړی یې پخپل سر د چا پر کور د چاپې وهلو او نیولو حق نلري.

د طالبانو د تصفیې کمېسیون مشر همدارنګه ویلي چې په سرغړونو تورن شااوخوا ۷۰۰ کسان یې د طالبانو له لیکو څخه ایستلي دي.

XS
SM
MD
LG