ټرمپ: امریکا د ونزویلا په همکارۍ د 'خطرناکه ترهګرې' ډلي مشر وواژه

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ د جمعې په ورځ (جون ۱۲) وویل چې امریکایي ځواکونو په "چټک او وژونکي" برید کې د "ترین ډي اراګوا" ترهګر سازمان مشر نینو ګیوریرو وژلی دی.

ترین ډي اوراګوا د متحدو ایالتونو له خوا د یو ترهګر سازمان په توګه پيژندل کیږي.

ټرمپ په خپل تروت سوشل کې لیکلي:" زما په لارښونه، د متحدو ایالتونو جنوبي قومندانۍ، په چټک او وژونکي برید کې په بریالي ډول د ترین ډي اراګوا مشر، نینو ګیوریرو وواژه، په نړۍ کې د وینو د یوه تږي ترهګر سازمان مشر."

ولسمشر ټرمپ لیکلي دي چې دا عملیات د ونزویلا سره په نږدې همغږي ترسره شوي او د ټرین ډي اراګوا ترهګر به نور په ونزویلا او نورو ځایونو کې خوندي ځای ونلري.

ټرمپ لیکلي:" زما تر رهبري لاندې به موږ هر وخت او په هر ځای کې د مخدره موادو هغه وحشي قاتلین او د مخدره موادو د ډلو مشران پیدا کړو او هغوی به د دوزخ هغې کندې ته ولیږو چې د هغه ځای پورې اړه لري. "

د متحدو ایالتونو ولسمشر ویلي د خپل حکومت د کار په پیل کې یې په کړو ژمنو عمل وکړ، ټرن ډي اراګوا یې د یو ترهګریز سازمان په توګه معرف کړ، په زرګونه شریر جنایتکاران یې ویستل او د هغو مافیایي ډلو په وړاندې وجنګید چې له ډیره وخته د امریکا له خلکو سره جنګیدل.

د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیت هګسیت هم په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا برید په ونزویلا کې د ټرن ډي آراګوا په مرکز شوی دی.

امریکایي چارواکو په هغه وخت کې ویلي وو چې دا ډله په شمالي امریکا، جنوبي امریکا او اروپا کې باج اخیستنې او مخدره موادو د قاچاق د ګڼو تاوتریخجنو اعمالو مسول دی.