د اوکراین له اوډیسا بندر څخه د غلو صادرات بیرته پیل شول

د اوکراین د بندري ښار اودیسا له لارې د غلو صادرات نن دوشنبه اګست لومړی (زمری لسمه) بیرته پیل شول. دغه صادرات د فبروري په میاشت کې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل راهیسې په ټپه درېدلي وو.

د سیرالیون یوې کښتۍ چې ۲۶ زره ټنه جوار پکې بار وو، د لبنان پر لور حرکت وکړ. د ترکیې د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې وویل چې د دوشنبې په ورځ، په غلو بار نورې کښتۍ هم د اودیسا له بندر څخه روانیږي.

ترکیې او ملګرو ملتونو د جولای په میاشت کې له روسیې او اوکراین سره تړون لاسلیک کړ چې د غلو صادراتو ته اجازه ورکړل شي ترڅو په نړۍ کې د خوړو د هغه بحران په راکمولو کې مرسته وکړي چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل له آمله نور هم پراخ شوی دی.

ددغه تړون له مخې، بار وړونکي کښتۍ اجازه لري چې د اوکراین له جنوبي بندرونو څخه د تور سمندرګي له لارې تیرې شي. روسیه پر اوکراین باندې د خپل یرغل راهیسې ددغه سیمې کنترول په لاس کې لري.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا، د غلو د صادراتو په بېرته پیلېدلو باندې خوښي څرګنده کړې ده.

هغه پر ټوېټر باندې په خپاره شوي پیغام کې ویلي: "د روسیې د څو میاشتو بندیز وروسته، نن له اودیسا څخه د غنمو د صادراتو پیلېدو له کبله نړۍ کولای شي د آرامې ساه واخلي، مخصوصا زموږ هغه دوستان چې په منځني ختیځ، آسیا او افریقا کې دي".

ښاغلي کولیبا په دې پیغام کې زیاته کړې ده چې که روسیه په دې تړون کې پر خپلو ژمنو ودریږي نو اوکراین به هم د تل په څېر د یوه بااعتباره شریک په توګه عمل وکړي.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکاف د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې له اودیسا څخه د لومړنۍ کښتۍ حرکت "مثبت ګام" دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتوني ګوتیریش یوه ویاند ویلي دي چې نړیوالو بازارونو ته د غلې د رسېدلو تضمین یو "بشري مسولیت" دی.

سټیفان دوجاریک په یوې اعلامیې کې ویلي: "د ملګرو ملتونو سرمنشي تمه لري چې دا به د شوي تړون له مخې، د تجارتي کښتیو د تګ راتګ پیل وي او دا به په نړۍ کې د خوړو له مصونیت سره مرسته وکړي، په ځانګړي ډول په بشري لحاظ زیانمنو شویو سیمو کې".

دوجاریک زیاته کړې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په پام کې لري چې له اوکراین څخه ۳۰ زره مټریک ټنه غنم وپیرې او دا غنم به د ملګرو ملتونو په چارتر شویو کښتیو کې له اوکراین څخه انتقال شي.