یوناما: د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړې​ کې ۵۱۲ ملکیان وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړو له امله په تېر یو کال کې ۵۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱،۲۳۶ نور ټپیان شوي دي.

یوناما د پنجشنبې په ورځ د (اکټوبر۱۵) د بشري وضعیت په اړه تازه راپور خپور کړ چې د ۲۰۲۶ کال د جولای څخه تر سپټمبر پورې موده پکې شامله ده. یوناما وايي دا راپور د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د ورکړل شوي مأموریت له مخې د یوناما د بشري حقونو د څانګې د څارنې پر بنسټ چمتو شوی دی.

یوناما په دې راپور کې د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې د پولې پورې غاړې پېښې ثبت کړې دي.

یوناما د کونړ، پکتیکا او هلمند په ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې د ملکي وګړو وژل کېدو ته اشاره کړې ده.

یوناما وايي "یوازې د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې د پولې پورې غاړې پېښو په پایله کې ۳۳ ملکي وګړو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې ده چې په دوی کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. "

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په راپور کې راغلي چې په قربانیانو کې ښخې او ماشومان هم شامل دي.

ښوونه او روزنه

یوناما په تازه راپور کې په افغانستان کې ښوونې او روزنې ته هم اشاره شوې ده.

په راپور کې راغلي چې د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز پنځه کاله پوره شول.

د نجونو د زده کړو په اړه یوناما د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي "د شریعت له نظره ځینې ستونزې او ملاحظات شته. موږ اړتیا لرو چې د دې موضوع په اړه د علماوو ګډ نظر ولرو. "

د یوناما د بشري حقونو څانګه وايي چې د ۲۰۲۶ کال د جولای، اګست او سپټمبر په میاشتو کې له ۵۰ څخه زیاتې داسې پېښې ثبت کړي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مفتشینو ښځې د حجاب د لارښوونو د سرغړونې په تور نیولې، توقیف کړې یا یې ورته خبرداری ورکړی دی.

یوناما وايي "ډېری نیونې په هرات او کابل کې شوې دي. په هرات کې څادر لا هم د اسلامي حجاب لازمي بڼه ګڼل کېږي. د بدخشان په ولایت کې هم د یوې ښځې د نیول کېدو پېښه ثبت شوې ده. "

یوناما وايي د (جولای په ۱۰مه) د هرات ښار په جمعه بازار کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مفتشینو لس ښځې د څادر نه اغوستلو په تور نیولې دي.

د پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غړو په نښه کول

د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې، د یوناما د بشري حقونو څانګې د پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړو د خپل ‌سري نیولو او توقیف لږترلږه ۱۴ پېښې او د هغوی د وژل کېدو لږترلږه څلور پېښې ثبت کړې دي.

یوناما وايي، هغه پخواني حکومتي چارواکي او د پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي چې افغانستان ته بېرته راګرځي، د راستنېدو وروسته د بشري حقونو د سرغړونو له خطر سره مخ دي، سره له دې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د عمومي عفوې اعلان کړی و.

یوناما وايي د روان میلادي کال د (جولای په ۹مه) د پکتیکا په ولایت کې یو سړی چې له پخواني حکومت سره یې تړاو درلود، د نامعلومو وسله‌ والو له خوا په ډزو ووژل شو. هغه شاوخوا درې اوونۍ مخکې له ایران څخه افغانستان ته راستون شوی و.

د رسنیو ازادي

د روان کال د (اګست په ۲مه) د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو استازو ته لارښوونه وکړه چې د ۲۰۲۱ کال د (اګست د ۱۵مې) یعنې د طالبانو له خوا د افغانستان د نیولو د کلیزې، د یادغونډو پوښښ وکړي.

دغه وزارت همدارنګه له رسنیو وغوښتل چې د طالبانو د حکومت د لاسته راوړنو او د جمهوري نظام په دوره کې د ترسره شویو بې‌عدالتيو او ظلمونوپه اړه پروګرامونه چمتو کړي.

د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې څو رسنۍ وځنډول شوې. په ځینو مواردو کې رسنیو ته په روښانه ډول د ځنډولو لامل هم نه و ویل شوی.

د رسنیو لپاره د داسې روښانه کړنلارې نشتوالی هم لیدل کېږي چې له مخې یې د خپلو فعالیتونو د ځنډولو پر ضد استیناف غوښتنه وکړي.

یوناما وايي د (جولای په ۲۷مه) د کابل په ښار کې د طالبانو د عدلیې وزارت د اصلاح راډیو فعالیت د دې نوم له امله وځنډاوه، ځکه چې اصلاح د جمهوري نظام په دوره کې یوه سیاسي ډله وه. د راپور د خپرېدو پر مهال د دې راډیو فعالیت لا هم ځنډول شوی و.