د ځواکونو ایستل؛ امریکا په افغانستان کې پرمختللې راکټي دستګاه نصبوي

د HIMARS په نامه لوړ تحرک لرونکی راکټي سیستم

د امریکایي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ ویلي دي چې افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر په ترڅ کې د امنیت او ډاډ لپاره د HIMARS په نامه لوړ تحرک لرونکی راکټي سیستم انتقال او نصبوي.

د جګړې دغه پرمختللي تاسیسات د هغو تصویرونو او شرحې له مخې چې د امریکا د مرکزي ځواکونو قوماندانۍ په ټولنیزو شبکو کې خپاره کړي له کویټ څخه افغانستان ته انتقالیږي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په رسمي فیسبوک پاڼه کې ویل شوي: "په لوړ تحرک توپخانه لرونکي راکټي سیستمونه د اپریل په ۲۳کویټ ته رسیدلي چې د ځواکونو د وتلو د بهیر د ملاتړ لپاره افغانستان ته انتقال شي."

ویل شوي چې دغه راکټي سیستم "د هدف ویشتلو په بشپړه واټن" او په دقیقه توګه په شپه او یا ورځ کې کولای شي د اویا کیلومترو په واټن کې خپل اهداف وولي.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت قوماندان سکاټ میلر، د یکشنبې په ورځ وویل امریکایي ځواکونه او ایتلافي ځواکونو د افغانستان نه د وتلو بهیر پیل کړی دی. هغه وویل: "مونږ ټولې پوځي اډې افغان ځواکونو ته سپارو. د یو شمیر اډو د تخلیې بهیر پیل شوی دی."

جنرال میلر په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتیدو اندیښنه وښودله او ویې ویل چې که طالبان د ځواکونو د وتلو په بهیر کې پر امریکایي او ناټو ځواکونو برید وکړي د "سخت غبرګون" سره به مخامخ شي.

د جمهور رئیس جو بایډن د پریکړې له مخې افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر د مۍ په لومړۍ نیټه پیل کیږي او د سپتمبر په ۱۱پای ته رسیږي.

ښاغلي بایډن د چهارشنبې په ماښام د متحده ایالاتو کانګرس ته په لومړنۍ وینا کې هم ټینګار وکړ چې باید په افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي او امریکایي ځواکونه بیرته هیواد ته ستانه شي.