پنټګان: افغانستان کې د مۍ په اوله د قاطع ملاتړ ماموریت نه ختمیږي 

امریکا وايي تر سپتمپر پورې به یې ځواکونه له افغانستان څخه ووځي

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت وايي چې په افغانستان کې د مۍ په لومړۍ نېټه د امریکا یو نوی ماموریت پيلیږي.

د پنټګان ویاند جان کربي د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۷ (غوايي۷) خبریالانو ته وویل چې نوی ماموریت به له افغانستان څخه د سرتېرو اېستل وي، خو وویل چې د ناټو ماموریت به په دغې نېټې پای ته نه رسيږي.

ښاغلي کربي وویل: «د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د مۍ په لومړۍ نېټه نه ختمیږي. د افغان امنیتي ځواکونو سره د هوايي مرستو د کموالي او په دې اړه د تغیر په اړه هم کومه پرېکړه نه ده شوې.»

له بلې خوا په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو شارزدافیر راس ویلسن په خپل ټوټر لیکلي دي چې په کابل کې د تاوتریخوالي او ګواښونو د زیاتیدو په وجه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د په کابل کې د امریکا د سفارت د یو کم شمیر کارکوونکو د سمدستي وتلو امر کړی دی. خو ښاغلي ویلسن لیکلي چې: «مونږ په خپلو عملیاتو کې د کوم بدلون وړاندوینه نه کوو.»

افغان حکومت وايي له څو کلونو راهېسې یې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو مشري افغان ځواکونه کوي، خو وايي‌ چې په هوايي برخه کې لا هم د بهرنیو ځواکونو مرستې ته اړتیا لري.

نوموړي وویل د مۍ له لومړۍ نېټې وروسته د امریکایي ځواکونو د نوي ماموریت په پیلېدو سره به جنرال سکاټ میلر څلور میاشتې نور هم په افغانستان کې پاتې وي چې د عسکرو اېستل وارزوي. هغه په دې اړه ډېر جزییات ورنکړل.

د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د مۍ په لومړۍ نېټه به له افغانستان څخه د ځواکونو اېستل پیلوي چې دا بهیر به د سپتمپر په یولسمه بشپړیږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم نن په ارګ کې یوې غونډې ته په وینا کې ډاډ ورکړ چې: "د نړیوالو مناسباتو له اړخه، افغانستان انزوا ته نه ځي، افغانستان نه هیریږي... موږ د نړیوالو مناسباتو پیلولو د نوي ګامونو پورته کولو په حال کې یو. پوره ډاډ ولرئ چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه تمویل کیږي، په تجهیزاتو کې به یې ستونزه رامنځته نشي."

د پنټګان ویاند داسې مهال دا خبره کوي چې نن د امریکا د بهرنیو اړیکو کمېټه د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وربللی چې د عسکرو له اېستلو وروسته د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه د نوي حکومت د پلانونو په اړه یې وپوښتي.

دا کمېټه اندېښنه لري چې د امریکايي عسکرو له اېستلو وروسته به د ښځو او اقلیتونه حقونه زیانمن شي.

د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ حکومت د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په میاشت کې له طالبانو سره تړون وکړ چې د مۍ تر میاشتې به ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، طالبان به خشونت کموي، له القاعدې سره به اړیکې شلوي او د افغان حکومت سره د سولې خبرې پیلوي چې جګړه ختمه شي.

د ښاغلي بایډن حکومت وایي چې د دغه تړون ارزونه کوي‌ او ځینو امریکایي‌ چارواکو ویلي دي چې طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه کړی.