د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني وایي د جولای په څلورمه له افغانستان نه ځواکونه وباسي


د افغانستان په شمال کې جرمني ځواکونه د پوځي تمرین پر وخت
د افغانستان په شمال کې جرمني ځواکونه د پوځي تمرین پر وخت

د جرمني د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۱ (غوایي لومړۍ نیټه) وویل چې پلان لري د جولای میاشتې په څلورمه له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

د جرمني د دفاع وزارت یو ویاند د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې: «اوسنی فکر دادی چې (د ځواکونو) د ایستلو موده لنډه کړای شي. د جولای په څلورمه غور کیږي».

خو دغه ویاند دا هم وویل چې پدې هکله وروستی تصمیم د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) نیسي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن تیره اونۍ اعلان وکړ چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستل د مۍ میاشتې په لومړۍ نیټه پیل کوي او د سپتمبر په ۱۱ به له افغانستان څخه ددې هیواد د ځواکونو د ایستلو بهیر بشپړ شي.

د امریکا له اعلان وروسته ناټو هم تیره اونۍ موافقه وکړه چې ددې تړون غړي هیوادونه به د افغانستان څخه د خپلو سرتیرو ایستل د مۍ په لومړۍ نیټه پیل کړي او د امریکا سره به یوځای ددې هیواد نه ووځي.

د افغان ځواکونو لپاره د ناټو په روزنیز او غوڅ ملاتړ ماموریت کې ۹۶۰۰ سرتیري دنده کوي چې د امریکا په ګډون د ناټو د ۳۶ غړو هیوادونو پوځیان په کې برخه لري.

د ۱۱۰۰ سرتیرو په لرلو سره جرمني د امریکا د متحده ایالاتو وروسته د نورو هیوادونو په پرتله په افغانستان کې ډیر سرتیري لري. جرمني سرتیري تر ډیره د افغانستان په شمال بلخ ولایت کې دیره دي.

د افغانستان څخه په داسې حال کې د بهرنیو ځواکونو د ایستلو پریکړه کیږي چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په ټپه دریدلې دي او تازه په ترکیه کې د افغانستان د سولې په اړه پلان شوی کنفرانس هم وځنډیده.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د واشنګټن د تصمیم نه په دفاع کولو سره ویلي چې د تروریزم ګواښ له دې ځایه بل خوا تللی او منابع باید د چین او وبا په څیر ننګونو ته متوجه کړای شي.

XS
SM
MD
LG