کابل ته د روسیې د یو استخباراتي مقام د سفر په اړه د واشنګټن غبرګون

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د روسیې د بهرنیو استخباراتو د مشر د سفر په اړه په خپل غبرګون کې بیا ټولو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د ترهګرو ډلو په اړه په خپلو اقداماتو کې احتیاط وکړي.

راپورونه وايي چې د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشر سرګي ناریشکېن د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر۱۴) کابل ته تللی او هلته یې د واکمنو مقاماتو د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق او نورو سره لیدلي دي.

که څه هم د دغو لیدنو په اړه دقیق معلومات په مطبوعاتو کې ندي خپاره شوي، خو ویل کېږي چې دواړو لوریو د استخباراتي همکاریو په زیاتېدو خبرې کړې دي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د ناریشکېن د سفر په اړه د امریکا غږ افغانستان څانګې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «په متحدو ایالتونو کې طالبان لا هم یوه ځانګړې ترهګره ډله ده [پېژندل کېږي]. دا په خپله د دې [خبرې] څرګندوونه ده.»

روسیه دا مهال یوازينی هېواد دی چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني او یو شمېر غونډو ته یې مقامات هم مسکو ته بللي دي.

خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دغه بیان کې یو ځل بیا له ټولو هېوادونو څخه غوښتل شوي دي چې له ترهګرو سره په تعامل کې احتیاط وکړي.

په بیان کې ویل شوي: «موږ د ټولو هېوادونو د هغو اقداماتو په اړه، چې پرې د طالبانو په ګډون د ترهګرو ډلو حمایت کولای شي، خبرداری ورکوو.»

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان باندې واکمن شول. ګمتحده ایالتونه او نړیواله ټولنه د هغوی حکومت په رسمیت نه پېژني او واشنګټن یې «یوه ځانګړې ترهګره ډله» بولي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت همدغه راز د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د هغو دولتونو په لست کې شامل کړی، چې د پېسو ترلاسه کولو او سیاسي هدف ته د رسېدو لپاره په خپل سر او ناقانونه توګه په خلک نیول کېږي او توقیف کېږي.