نړۍ د امریکا او ایران د اوربند هرکلی کړی

حکومتونو په منځني ختیځ او نورې نړۍ کې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د دوو اوونیو د اروبند د اعلان هرکلی کړی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت نن چهار شنبې په ورځ اپریل اتمه سیمې ته د تاوتریخوالو د خپریدو د مخنیوي په هدف د هغه څه په تقویت چې هغه یې د تاوتریخوالي د کمیدو په لوري ګام وباله، ټینګار وکړ.

قطر د فبروري په ۲۸ نیټه د جګړې د پیل راهیسې د ایران د ډرونونو او میزایلو د بریدونو سره مخ وو.

سعودي عربستان چې د ایران بل هدف و، هم د اروبند هرکلی کړی دی. د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت نن چهار شنبه اپریل اتمه په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې د یوې دایمي هوکړې د هڅو چې "ټولو هغو ستونزو ته حل لار پیدا کړي چې په تیرو لسیزو کې د بې ثباتیو او ناامنیو لامل شوي، ملاتړ کوي".

یاد وزارت همدارنګه د هرمز په تنګي کې د کښتیو د ازاد تګ راتګ په اړتیا ټینګار وکړ.

کویت او اردن هم د اوربند د ملاتړ په اړه جلا جلا اعلامیې خپرې کړي او هیله یې څرګنده کړې ده چې دا به په سیمه کې امنیت او ثبات راولي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش ویلي دي د ملکي کسانو د ساتلو او د انسانانو د رنځ د پای ته رسیدو په هدف د جګړې پای ته رسولو ته جدي اړتیا ده. نوموړي له پاکستان څخه د اوربند لپاره د منځګړیتوب د هڅو له امله مننه کړې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو ننګ ویلي هیواد یې د اوربند هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې ټول اړخونه د هرمز په تنګي کې د کښتیو د عادي تګ راتګ لپاره کار وکړي.

د فرانسې، ایټالیا، جرمني، بریتانیا، کاناډا، ډنمارک، هالنډ او اسپانیا مشرانو جلا جلا اعلامیې خپرې کړي او ویلي دي "اوس باید هدف په راتلونکو ورڅو کې په عاجله او دوامداره توګه د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو کول وي."