سعودي عربستان د ۲۰۲۷ د فوتبال د اسیايي سالیو د کوربه په توګه تائید شو او داسې ښکاري چې دا کار به یې د نړیوال جام د سیالیو کوربتوب ته هم لاره هواره کړي.
د نړۍ مشهور صربایي لوبغاړي نواک جکوویچ د استرالیا د تینس د ګرند سلیم جام چې د ۲۰۲۳ کال د تینس لومړی ستر جام دی د لسم ځل لپاره وګاټه.
د افغانستان کرکټ بورډ یکشنبه جنوري ۲۹ (سلواغې۹) د عربي متحده اماراتو سره د دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ لپاره د ۲۲ لوبغاړو ابتدایي سکواډ اعلان کړی.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو کپتان راشد خان لومړی افغان شو چې په کرکټ کې ۵۰۰ مخالف لوبغاړي سوځوي یا اوټ کوي.
په پاکستان کې یوې افغان لوبډلې د بېسبال د لویدېځې اسیا جام سیالیو ته لار موندلې ده.
له هغه وروسته چې د استرالیا کرکټ بورډ له افغانستان سره خپلې پلان شوې درې لوبې لغوه کړې، د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف وايي چې متحدو عربو اماراتو ته تللی او هلته یې د کرکټ د نړیوالې شورا له مشرتابه سره لیدلي دي.
د ازادو سیالیو مشهور مبارز جاوید بشارت د (UFC) د سیالیو په پایلوبې کې خپل غښتلي برازیلي سیال ته ماتې ورکړه.
اسټرالیا د جمعې په ورځ جنورۍ ۱۳ (مرغومي ۲۳) د طالبانو له خوا د ښځو د "بنسټیزو بشري حقونو" تر پښو لاندې کولو وروسته د افغانستان په وړاندې د کرکټ سیریز څخه د وتلو لپاره د خپلې جنجالي پریکړې دفاع وکړه.
د استرالیا کرکټ بورډ نن پنجشنبه جنوري ۱۲ (مرغومې۲۲) اعلان وکړ چې له افغانستان سره درې پلان شوې یوه ورځنۍ لوبې نکوي.
په افغانستان کې ورزشکارې ښځې او نجونې وايي د طالبانو له لوري ډارول کیږي، مخامخ او په تیلیفوني تماسونو کې ورته ګواښونه کیږي چې له سپورت څخه لاس واخلي.
د نړۍ د کرکټ په زیات شمیر لویو او کوچنیو تجارتي لیګونو کې د افغانستان د کرکټ لوبغاړي لوبېږي، خو شاید دا ښایي لومړی ځل وي چې افغان لوبغاړي په یو لوی بهرني لیګ کې د لوبډلې کپتاني کوي.
نور پورته کول