د لاس رسي وړ اتصالات

پر ولسمشر غني باندې د ملي امنیت د رئیس کلکه نیوکه


په دې وروستیو کې د ښاغلي نبیل د تبدیلېدو گنگوسې هم خپرې شوې وې
په دې وروستیو کې د ښاغلي نبیل د تبدیلېدو گنگوسې هم خپرې شوې وې

په یو غیرمعمول اقدام کې، د افغانستان د ملي امنیت رئیس پخپلې فیسبوک پاڼې کې، پر جمهور رئیس غني نیوکې کړي او د اسلام آباد وروستۍ څرگندونې یې هم ټکولي دي.

رحمت الله نبیل، د اسلام آباد په هوایي ډگر کې د جمهور رئیس غني د هرکلي مراسمو ته په اشارې سره ویلي چې: "موږ د توپونو په ٢١ هوایي ډزو دومره وډار شوو او یا هم تر تاثیر لاندې یې راغلو چې ومومنله چې تر اوسه مو د پاکستان د دښمنانو پرضد ۴٠ عملیاتونه/بریدونه کړي او ډیر ژر به د خپلو د شپیتو کالو دوستانو د زړه د ډاډ لپاره، د ملا فضل الله پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړو!"

ښاغلی نبیل په مخکیني حکومت کې هم د ملي امنیت د ریاست مشري پرغاړه درلوده او گومان کیږي چې له جمهور رئیس غني سره یې اړیکې ښې نه وي. هغه اسلام آباد ته د جمهور رئیس غني د وروستي سفر په ترڅ کې له شویو هوکړو څخه خپله نارضایتي ښودلې او د خپلې لیکنې په پای کې یې لیکلي چې: دا زما ٥٠٠٠ كلن تاريخ څه شو؟ چې د ٦٠ كلن تاريخ په مقابل كې په گونډو شو!

‍ښاغلي نبیل دا نه دي ویلي چې منظور یې له – په گونډو – کیدو څخه څه دی. د ملي امنیت د ریاست یوې سرچیني امریکا غږ ته دا تاییده کړه چې فیسبوک پاڼه او په هغې کې وروستی لیکل شوی مطلب هم، پخپله په ښاغلي نبیل پورې اړه لري.

د افغانستان د امنیت ملي رئیس پخپلې دغې غیرمعمولې لیکنې کې په ډاگه د پاکستان استخباراتي سازمان (آی اس آی) د افغانانو په وژلو تورن کړی او زیاته کړې یې ده چې: "هماغه شیبه چې نواز شریف د نن ورځې په کنفرانس کې یوځل بیا اعلان وکړ چې د افغانستان دښمن، د پاکستان دښمن دی! په ورته وخت کې زموږ بیگناه هېوادوال د کندهار په هوایي ډگر او د هلمند په خانشین ولسوالۍ او په تخار او بدخشان کې شهیدان کیدل او ذبح کیدل."

د ملي امنیت برحاله رئیس په داسې حال کې دا غبرگونونه څرگندوي چې د همدې ادارې پخوانی مشر امرالله صالح هم پخپل فیسبوک کې لیکلي چې افغان چارواکي باید د پاکستاني مقاماتو سره په تعامل کې، حتی موسکا ونه کړي.

XS
SM
MD
LG