د لاس رسي وړ اتصالات

د پښتنو په تحریک ځان مه نانگاره کوئ- بلاول بهټو


بلاول بهټو خبردارې ورکړ چې که د پښتون ژغورنې تحریک غوښتنو ته پام ونشي نو دا به ډیرې بدی پایلې ولري.

د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بهټو زوی او د پیپلز گوند مشر بلاول بهټو زرداري د دوشنبې په ورځ یوې خبرې غونډې ته وویل چې د هغو پښتنو ځوانانو سره دې خبرې وشي چې د خپلو مسلو د حل لپاره راوتلي دي.

ښاغلي بلاول بهټو د پښتون تحریک غړي وستایل چې د ډیرو کومو وسایلو برسیره یې په پېښور کې کامیابه غونډه وکړه.

ښاغلي بلاول د خبرې غونډې نه مخکې د پښتون تحریک د پیښور غونډه په یو ټویټ کې هم وستایله.

ښاغلي بهټو خبریالانو ته وویل،"د پاکستان دغه ځوانان چې هیڅ تنظیم نه لري، هیڅ مالي مرستې نه لري، یوه ډیره لویه غونډه یې وکړه، دوي د خپلو مسلو په ډاگه کولو لپاره راوتلي دي."

بلاول وویل چې هغه دا نه وایي چې د پښتون تحریک د غړیو د هرې خبرې سره دې موافقه وشي، هغه زیاته کړه، "خو تاسو د مظلومانو نه دا تمه نشئ کولی چې د ظلمونو ،قتلونو، تشدد او د برمته کیدو باوجود د هغوی نه دې دا تمه وشي چې هغوي په "تمیز" (نرمه لهجه) خبرې وکړي."

بلاول د پښتون ژغورنې د تح‏ریک سره د رسنیو سلوک هم په گوته کړ، هغه وویل چې د پاکستان رسنۍ او سیاسي مشران د پښتنو په تحریک ځان نانگاره کړیدی."ما خبري غونډه وکړه او هیچ چا د ( دغې غونډې په اړه) پوښتنه هم ونکړه او د پاکستان مطبوعات هم ورته توجه نه کوي." هغه خبرداری ورکړ چې د پښتون ژغورنې تحریک غوښتنې دې واوریدل شي او د هغوي سره دې خبرې وشي او که داسې ونشوه نو دا به بدې پایلې ولري.

د یادونې وړ ده چې منظور پښتین په خپل فیس بک لائیو کې ویلي و چې د سیاسي گوندونو مشرانو ته ورغلی دی خو چا یې ملاتړ ندی کړی. هغه وویل چې یواځې د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر محمود اڅکزي ورسره ملاقات کړیدی.

د پاکستان د عوامي نیشنل گوند د پښتون ژغورنې تحریک مشر محسن داوړ د خپل گوند د ځوانانو د څانگې د مشرۍ نه گوښه کړیدی او دا اعلامیه یې هم خپره کړیده چې هر هغه څوک چې کومې بلې غونډې ته ورځي، باید د گوند د مشر اسفندیار ولي نه اجازه وغواړي.

د پښتون تحریک مشرانو د پاکستاني رسنیو نه هم گیله کړیده چې د هغوي تحریک نه خپروي خو منظور پښتین د خپلو ملاتړو دا هم غوښتي چې په دی خبره دې ځانونه نه خپه کوي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG