د لاس رسي وړ اتصالات

والي: د فراه ناامنیو کې ګاونډي هېوادونه پراخ لاسونه لري


د فراه والي‌ وايي، د دغه ولایت د ناامنیو تر شاه د سیمې هېوادونه پراخ لاسونه لري.

محمد شعیب ثابت د جمعې په ورځ د «لړم پر۲۵مه» امریکا ږغ ته وویل چې یاد هېوادونه په دغه ولایت کې د خپلو ګټو په هدف له وسله والو طالبانو سره د پوځي تجهیزاتو مرسته کوي.

ښاغلي شعیب وویل چې ایران په دغه ولایت کې جنګېدونو طالبانو ته لایزري وسلې او د شپې دوربینونه ورکړي دي.

​نوموړي زیاته کړه:" کله چې په افغانستان کې د پرمختګ خبر کېږي پر دوی فشارونه ډېرېږي، د بخش اباد د اوبو بند موضوع ده، دا د ایران لپاره یو مشکل دی نو دی «ایران» نه غواړي چې بخش اباد بند جوړ شي، موږ چې هر کله د بخش اباد بند د جوړولو ویلي، دوی«ایران» جنګ تېز کړی دی،دا کارونه هغه خلک کوي چې کورونه یې په ایران او پاکستان کې دي، له هغوی نه معاش او وسلې اخلي، موږ خو په پوستو کې لایزري وسلې نه لرو، طالبان هم د لایزري وسلو کارخانه نه لري، ښکاره خبره ده چې ایران یې ورته ورکوي."

هغه بالابلوک، خاک سفید، پشت رود او خاش رود هغه ولسوالۍ یادې کړې چې دا مهاله له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي.

ښاغلي ثابت وویل چې په فراه کې موجوده امنیتي قواوې د دغه ولایت امنیتي ګواښ ته په کتو کفایت نه کوي.

نوموړي د فراه د وضعیت د کنټرول لپاره له مرکز کابل څخه دغه ولایت ته د هوايي او کمانډويي سرتېرو د استولو غوښتنه وکړه.

د فراه والي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې دغه ولایت په دې وروستیو کې د خونړیو امنتیي پېښو شاهد وو.

په روانه لړم میاشت کې په بالابلوک او پشت کوه ولسوالیو کې ۳۴ افغان پولیس، په خاک سفید کې ۳۰ محلي پولیس په پشت کوه کې پر یوه سرحدي کنډک حمله کې ۲۰ سرحدي پولیس او په همدې میاشت کې د دغه ولایت په انار درې ولسوالۍ کې د ملي اردو د یوې هلیکوپټرې لوېدو په پېښه کې ۲۵ نظامي او ملکي چارواکي‌ووژل شول.

پر همدې مهال د فراه د ولایتي شورا یو غړی داد الله قانع هم د فراه د ناامنیو تر شا د ګاونډیو هېوادونو لاسونه بولي.

هغه هم وویل چې په فراه کې د بخش اباد اوبو بند جوړېدو د خبر په خپرېدو سره په دغه ولایت کې نا امنۍ زیاتي شوي او مخالفین د ده په وینا په لایزري او شپې دوربین لرونکو وسله وسلو سره د افغان ځواکونو په وړاندې جنګېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د دغه ولایت په وروستیو جګړو کې ۲۵۰ افغان سرتېري وژل شوي دي.

د فراه دغه دواړه چارواکي د وروستیو تلفاتو لامل د طالبانو لاسونو ته د پرمختلولو لایزري وسلو رسېدل بولي.

قانع وايي، فراه د سیمې د استخباراتو لپاره یوه ستراتیژکه نقطه ده چې په سقوط سره غواړي له مرکزي ولایتونو سره یې د مخالفینو د تګ راتګ لپاره ارتباطي دهلېز جوړ کړي.​

ښاغلي قانع د جمعې په ورځ د «لړم پر۲۵مه» امریکا ږغ سره خبرو کې د وضعیت د کنټرول لپاره له کابل څخه د مرستې غوښتنه وکړه قانع وویل: "د تېرې یوې میاشتې راپدېخوا زموږ ۲۵۰ امنیتي قواوې وژل شوي، فراه زموږ د امنیتي‌ قواوو قتل ګاه ګرځېدلې، د فراه اولس د مایوسۍ شپې تېر وي، بدبختانه چې مرکزي حکومت د فراه د خلکو د تسلیت لپاره هېڅ کوم چارواکی دغه ولایت ته نه دی لېږلی موږ غواړو چې موږ ته هوايي قواو واستوي."

ښاغلی قانع وايي، د هلمند، بادغیس او غور ولایتونو طالبانو د فراه له ځايي طالبانو سره په ګډه د سیمې د استخباراتو په مرسته پر دغه ولایت خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

فراه د افغانستان په جنوی لوېدځ کې له ایران سره۲۹۰ کیلومتره سرحد لري چې د قانع په وینا په پشت کوه ولسوالۍ کې د طالبانو په حمله کې د سرحدي پولیسو د کنډک په لمنځه تلولو سره طالبان اوس په دغه سیمه کې ازاد تګ راتګ کوي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه په کابل کې د ایران سفارت نظر واخلو خو دا چې نن جمعه رخصتي وه په نظر اخیستلو یې ونه توانېدو.

پر همدې مهال د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې دغه ولایت ته یې توجه زیاته کړې ده.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید امریکا ږغ ته وویل چې د فراه د وضعیت د کنټرول لپاره په هرات کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان دا مهال دغه ولایت ته رسېدلی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د وضعیت تر څېړلو وروسته به د پوځي عملیاتو په اړه تصمیم ونیول شي.

ښاغلي جاوید په دغه ولایت کې د ۲۵۰ امنیتي سرتېرو وژل کېدل رد کړل.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت امنیتي ارګانونو ته پر طالبانو د حملو زیاتولو سپارښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG