د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس وايي، هغه کسان چې غواړي د جګړې او زور له لارې په افغانستان کې واک ته ورسېږي، دا کار هېڅ کله کېدونکی نه دی.
عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د «مرغومې پر ۲۴مه» په کابل کې چې اشاره یې وسله والو طالبانو ته وویل، "که غواړي د هېواد په برخلیک کې ګډون ولري یوازینۍ لار یې سوله او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې کول دي."
عبدالله دغه څرګندونې د افغانستان او هند ترمنځ د څو پراختیايي توافقنانو د لاسلیکولو په پروګرام کې وکړې.
نوموړي زیاته کړه چې د افغان سولې په اړه د متحده ایالاتو او سیمه ییزو هېوادونو لخوا روانې هڅې د ستایلو دي، خو د افغانستان خلک هغه وخت دا هڅې جدي نیسي چې دا ښکېلې خواوې د خبرو مېز ته سره کېني.
هغه وویل، تلپاتې سوله هغه مهال رامنځته کېداشي چې پکې د ټولو افغانانو غوښتنې تامین او دغه بهیر د افغانانو په مالکیت او مشرۍ تر سره شي.
افغان حکومت تل له وسله والو طالبانو سره له قید او شرط پرته پر مخامخ خبرو ټینګار کړی، خو وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو ډډه کړې ده.
عبدالله عبدالله پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تر بل هر وخت په دې وروستیو کې د افغان سولې په اړه په کور دننه، نړیوالې او سیمه ییزې هڅې زیاتې شوي دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه سولې په تړوا سیمې ته خپل څلورم سفر پیل کړی او تر دامهاله یې د هند او چین له چارواکو سره لیدلي دي.