د لاس رسي وړ اتصالات

اتمر: غواړو ریاستي نظام وساتو، خو اصلاحات پکې راولو


د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید محمد حنیف اتمر وايي، غواړي ریاستي نظام وساتي‌،خو اصلاحات پکې رامنځته کړي.

نوموړي چې د جمعې په ورځ یې په کابل کې د خپل ټاکنیز ټېم اعلانولو پرمهال د سولې او عدالت په نوم غونډې ته خبرې کولې وویل،که راتلونکو ټاکنو کې بریالی شو په ریاستي نظام کې به د اصلاحاتو په هدف د ولسمشر دریم مرستیال او صدارت څوکۍ رامنځته کړي.

محمد حنیف اتمر تر دې مخکې د ملي یووالي حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار و چې څه موده مخکې له دندې څخه استعفا وکړه او په نننۍ غونده کې پر حکومت تند انتقادونه وکړل.

اتمر او دوو مرستیالانو یې یونس قانوني‌ او محمد محقق په نننۍ غونډه کې د ریاستي نظام د اصلاحاتو په نوم موافقتنامه هم لاسلیک کړه.

اتمر وویل:"​موږ وویل چې د نظام په راس کې یو درېیم معاونیت باید رامنځته شي د ریاست جمهوري، موږ وویل چې د نظام د ښېګڼې لپاره صدارت رامنځته شي."

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې یو شمېر رسنیو د یونس قانوني له‌خولې چې اوس د حنیف اتمر لومړی مرستیال دی د اوسني ریاستي‌ نظام د تغیر په اړه راپورونه خپاره کړل.

نوموړي ویلو چې محمد حنیف اتمر ښايي د نظام د بدلون په اړه د دوی غوښتنې ومني.

یونس قانوني ویلي و چې متمرکز نظام د افغانستان په ګته نه دی، خو غواړي چې ریاستي نظام په نیمه صدارتي نظام او اجرائیه ریاست په صدارت بدل شي.

خو حنیف اتمر بیا په نننۍ غونده کې وویل چې د نظام په راس کې د مشورتي علي بورډ رامنځته کول او ولایتونو ته زیات ورکول د نظام د تغیر په معنا نه دي.

د افغانستان د اساسي قانون له‌مخې د افغانستان اوسنی نظام ریاستی دی چې یو یې ولسمشر او دوه نور مرستیالان لري.

ټاکل شوې د افغانستان د جمهوري‌ ریاست تاکنې د راتلونکې ۱۳۹۸ کال د سرطان میاشتې پر ۲۹مه نېټه تر سره شي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات د جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې تر دامهاله د محمد حنیف اتمر، نورالحق علومي، زلمي رسول، فرامرز تمنا په ګډون اتو تنو راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځانونه کاندید کړي دي.

راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د نوم لیکنې بهیر د ټاکنو کمېسیون د اعلان له‌مخې د روانې مرغومې میاشتې پر ۳۰مه یعني راتلونکې یکشنبه پای ته رسېږي.

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې د ټاکنیزو کمېسیونو خپلواکۍ ته احترام وکړي او پر ټاکنیزو پرېکړو انحصار ختم کړي.

نوموړي له افغان حکومت او ټاکنیزو بنسټونو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې مسؤلانه چلند تر سره کړي ترڅو په راتلونکو ټاکنو کې د تېرو پارلماني ټاکنو د ترخیې تجریبې مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG