په اسرایلو کې د پارلمان غړو د هغې نه وروسته چې بنجمن نتنیاهو په ائتلافي حکومت جوړولو کې ناکامه شو، یو ځلې بیا د انتخاباتو لپاره راې ورکړه
د اسرایلو پخواني صدراعظم نتن یاهو د اپریل په میاشت کې په انتخاباتو کې د بري اعلان کړی و خو هغه د اکثریتي څوکو د ترلاسه کولو لپاره په پارلمان کې د نورو غړو ملاتړ ته ضرورت لرلو چې هغه پکې ناکامه شو.
په اسرایلو کې به د سپتمبر په ١٧ یو ځلې بیا انتخابات وشي. دا په اسرایلو کې یو ډیر غیر عادي حالت گڼل کیږي او په خاصه توگه د بنجمن نتنیاهو لپاره چې د بري اعلان یې کړی و.
د اسرایلو په پارلمان کې ٧٥ غړیو د بیا انتخاباتو په پلوۍ او ۴٥ کسانو یې په مخالفت کې رای ورکړی او دغه شان نتن یاهو و نکړل شوه چې د پنځم ځل لپاره حکومت جوړ کړي.