د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ وکیلانو یو ځل بیا جنجال کړی


په ولسي جرګه کې د میر رحمان رحماني او کمال ناصر اوصولي پلویانو نن یو ځل بیا د دغه جرګې د ریاست پر څوکۍ لفظي او فزیکي شخړه کړې ده.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، نننۍ جنجال هغه مهال رامنځته شوو کله چې د میر رحمن رحماني یو شمېر وسله والو کسانو غوښتل هغه په زور سره د ریاست پر څو کې کښېنوي چې نورو وکیلانو یې مخه ونیول.

د ولسي جرګې غړي ګل احمد کمین نن چهارشنبه د «غبرګولې پر۲۹مه» امریکا غږ ته وویل:"نن د رحماني د پلویانو لخوا د پارلمان د ریاست پر څوکۍ د کودتا هڅه وشوه، نوموړي له ۲۰ نه تر ۳۰ پوري شخصي وسله وال ګارډان تالار ته راوستل، دوی غوښتل چې رحماني پر څوکۍ کښېنوي چې نورو وکیلانو یې مخه ونیوله."

خو د ولسي جرګې بل غړی او د میر رحمن رحماني پلوي خان اقا رضايي د ولسي جرګې په تا لار کې نننۍ شخړه تائیدوي خو وايي، په زور سره د ولسي جرګې پر څوکۍ د نوموړي د کېنستو هڅه حقیقت نه لري.

هغه وویل:"موږ خو وسله وال کسان نه دي لیدلي، یوازې د تالار امنیتي ساتونکو حضور لاره."

په ولسي جرګه کې دا جنجال د غبرګولي په دوهمه هغه مهال راپیښ شو،کله چې د میرحمن رحماني او کمال ناصر اصولي ترمنځ د ریاست د څوکۍ د ګټلو لپاره ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې.

په دوهم پراو کې په تلار کې حاضرو ۲۴۷ وکیلانو میرحمان رحماني ته ۱۲۳ او کمال ناصر اصولي ته ۵۵ رایې ورکړې، چې د هغې ورځې د نصاب له مخې د ریاست د څوکۍ د ګټلو لپاره ۱۲۴ رایو ته اړتیا وه.

د پلټنو وروسته څرګنده شوه، چې ښاغلي رحماني ته یوه داسې رایه هم ورکړل شوې، چې د وکي د نښې ترڅنک صفر یو بل توری هم پرې لیکل شوی دی.

د میرحمن رحماني پلاویان دا رایه سمه، خو د هغوی مخالفین یې ناسمه ګني او د رئیس د ټاکلو د جنجال د اوږدیدو علت پر خپلو خپلو دریځونو د دواړو خواو ټینګار کول دي.

پرون سې شنبه ټاکل شوې وه چې د یادې یوې شکمنې رایې د برخلیک په اړه ټاکنې شوي وای، خو په دې اړه د سري او علني ټاکنو پر سر د اختلاف له امله تر سره نه شوې.

د یادې ستونزې د هواري په هدف د ولسي جرګې د غړو له منځه په وار وار څو کمېسیونونه ټاکل شوي، خو تر دا مهاله یې کومه نتیجه نه ده ورکړې.

خو د ولسي جرګې غړي ګل احمد کمین امریکا غږ ته وویل چې یو شمېر سیاسیون هڅه کوي د خپلو شخصي ګټو په خاطر دغه جنجال نور هم براخ کړي.

XS
SM
MD
LG