د قزاقستان مقامات وایي پدې هیواد کې د ناارامیو په نتیجه کې څه دپاسه ۴۶۰تنه د تروریزم او بې نظمۍ د رامنځته کولو په تور توقیف شوي دي.
اعتراضونه د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په دوهمه د قزاقستان په لویدیځ کې ظاهراً د تیلو د بیې د زیاتیدو په وجه پیل، خو په بیړه ټول هیواد ته پراخ شول او په تاوتریخوالي واوښتل؛ هغه اقدام چې په کلي توګه ددې هیواد د حکومت څخه د خلکو نارضایتوب ګڼل کیږي.
قزاقستاني مقاماتو "لاره شکونکي او نړیوالې تروریستي ډلې" ددې هیواد د ناارامیو مسؤل بولي.
د قزاقستان د څارنوالۍ دفتر نن د جنورۍ په ۲۲ (سلواغې دوهمه) وویل چې ۴۶۴ تورن کسان د تروریزم او د بې نظمۍ د رامنځته کولو له تورونو سره مخ دي.
دغې ادارې ویلي چې په پیل کې ۹۷۰ تنه د غلا، عامه نظم د اخلال او د وسلو د لرلو په تورونو نیول شوي وو.
یو شمیر نیول شويو کسانو له خوشې کیدو وروسته ویلي چې د توقیف پر وخت د مقاماتو شکنجه کړیدي.
د قزاقستان د حکومت پر ضد د خلکو د تاوتریخوالي ډکو اعتراضونو له پیل وروسته ددې هیواد امنیتي ځواکونو شاوخوا ۱۲زره اعتراض کوونکي ونیول.
د اعتراضونو په ترڅ کې د حکومتي شمیرو له مخې د اعتراض کوونکو او پو پولیسو په ګډون لږتر لږه ۱۶۴ تنه وژل شوي او په سلګونو کسان ټپیان شوي دي او یو دولتي ودانۍ او د پولیسو موټرې سوژول شوي دي.
د قراقستان د تاوتریخوالي د مخنیوي او د امنیت په خاطر د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت د تړون څه دپاسه ۲۰۰۰ ځواکونه قزاقستان ته لیږدول شوي وو؛ هغه ځواکونه چې د وتلو بهیر یې تیره اونۍ پیل شوی دی.
اړوند
ډیر لوستل شوي
۱