پولیسو د هند تر ولکې لاندې کشمیر د سرینګر په ښارکې د شنبې په ورځ فبرورۍ ۵ ( سلواغې ۱۶) له سیمه ایزو وسلوالو سره نښته وکړه او دوه وسله وال یې وژلي دي.
ویل کیږي چې وژل شوي کسان د پاکستان له ملاتړڅخه برخمنې ډلې لشکر طیبه او د مقاومت جبهې غړي و.
پولیس وايي وسله والو په پولیسو باندې د محاصرې او تلاشۍ د عملیاتو پرمهال ډزې وکړې چې پولیسو ورباندې ځوابیه ډزې وکړې او په نتیجه کې دواړه وسله وال ووژل شول.
تیرکال د کشمیر په لانجمنه اکثریت مسلمان میشته سیمه کې تاوتریخوالي زور واخیست او وسله والو په ګڼ شمیرغیر کشمیریانو چې مهاجر کاریګر، د هندو او سک اقلیتونه په کې شامل دي، بریدونه وکړل.
هندي امنیتي ځواکونو د وسله والو د ځپلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي او د تیرکال په بهیر کې یې شاوخوا ۱۸۰ وسله وال ووژل.
له بلې خوا هندي پولیسو د هغو کشمیري رسنیو پرضد اقدامات پیل کړي چې د دوی په اند " د هند د ملي منافعو پرضد" خپرونې کوي، او د ترور ضد قانون له مخې خبریالان نیول کیږي.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پولیس وايي د هند د ملي حاکمیت پرضد د نشر شویو مطالبو په تور یې یو مشهور ژورنالیست نیولی دی. د دغه ژورنالیست نیول په کشمیر کې د رسنیو پرضد د پراخو اقداماتو برخه ده.
فهد شاه د کشمیر والا خبري پورټل چلونکی د جمعې په ورځ د پوښتنو لپاره وغوښتل شو او وروسته ونیول شو.
پولیس له نور سپیناوي پرته وايي نوموړی د هغو فیسبوک کارونکو او پورټل چلوونکو څخه وو چې د " ملي منافعو ضد محتویات" یې نشرول. دوی وايي هغه په جرمي مقصد داسې محتویات خپرول چې د خلکو ترمنځ ویره خپره کړي او خلک د قانون او نظم اخلالولو ته راپاروي. د پولیسو په بیان کې ویل شوي چې دا ډول محتویات د تروریستي فعالیتونو له ستایلو سره معادل ګڼل کیږي.