د لاس رسي وړ اتصالات

مرستندویه هیوادونو افغانستان سره د ۲.۴۴ میلیارد ډالرو ژمنه وکړه


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

نړیوالې ټولنې د پنجشنبې په ورځ مارچ ۳۱ (وري ۱۱) ژنیو کې افغانستان سره د مرستو د ټولولو په کنفرانس کې د ۲.۴۴ میلیاردو ډالرو د مرستو ژمنې وکړې، چې دغه هیواد لپاره د ملګروملتونو له خوا د غوښتل شویو پیسو نږدې نیمايي جوړوي.

ملګروملتونو د نړیوالې ټولنې څخه ۴.۴ میلیاردو ډالرو د مرستو غوښتنه کړې وه. د چارو ځینې افغان کارپوهان وايي، د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستلو پریکړې د نړیوالې ټولنې مرستو په کمیدو اغیز درلودلی.

په ژنیو کې د دغه جوړشوي کنفرانس بندوبست ملګروملتونو، قطر، برتانیې او جرمني د هیوادونو سره په ګډه کړې وو.

ملګروملتونو دا پیسې افغانستان کې د خپلو روانو بشري پروګرامونو د دوام لپاره غوښتې وې، چې ټاکل شوې د طالبانو د حکومت څخه بهر به د ملګروملتونو له خوا په مصرف ورسیږي. د طالبانو حکومت تراوسه د دغه کنفرانس د پایلواو د شوو مرستو په اړه څه نه دي ویلي.

د سیاسي چارو افغان کارپوهان افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د دغو مرستو ژمنې مهمې ګڼي. افغان کارپوه طارق فرهادي وايي، چې افغانستان سره د مرستو ټولیدل د نړۍ وضعیت پورې هم اړه لري:

هغه زیاته کړه: "یو څه چې دا کنفرانس له نورو کنفرانسونو توپیر لري دادی چې اوس په اروپا کې د اوکراین جنګ شتون لري او افغانستان سره د مرستو عمده تمویلوونکي هم اروپایان دي هغوی اوس ډیرې پیسې باید په اوکراین کې مصرف کړي فعلآ هغوی افغانستان ته دغه پیسې تخصیص کړي دي که چیرې پیسې کمي شي ممکن په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې به د مرستو یو بل کنفرانس جوړ شي د همدې له امله د اوکراین مسله ډیره مهمه ده".

ښاغلي فرهادي وايي، تصادفآ د برتانیې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانې هم ښځې دي. هغه وویل: "د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې په خپله وینا کې وویل چې زه دوه ځوانې لوڼې لرم او هیڅ د دې تصور نشم کولی چې د هغوی ښوونځي یوه ورځ وتړل شي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې کوم حالت چې د ښوونځیو د پرانیستلو په برخه کې طالبانو راوړی دا د غندنې وړ دی او باید اصلاح شي. حتمآ افغانستان کې وروستیو پیښو چې د ښوونځیو د تړلودوام دي په اروپایانو باندې یوه اغیزه لرله".

ښاغلی فرهادي وايي داچې اروپایانو افغانستان ته د خپلو پیسو د ورکړې باندې چې څومره سخاوتمندانه اوسي او یا نه اوسي هم د ښوونځیو د بندیدو پریکړې اغیزه لرله.

د سیاسي چارو یو بل کارپوه شهزاده مسعود وايي: "...د لنډ مهال لپاره خو اوس ضرورت دی چې مرستې وشي اما د اوږدمهال لپاره زما په اند باندې ښه خبره داده چې د دولت له خوا څخه دا مرستې وشي. ځکه که د دولت له خوا دا مرستې ونشي دا په حقیقت کې د دولت کمزوري کول دي".

د نړیوالې ټولنې څخه د ملګروملتونو له خوا د غوښتل شوو پیسو د نږدې نیمايي څخه د کمو پیسو د ژمنو په اړه د افغانستان د چارو کارپوهان د یوې خوا افغانستان کې د نجونو د زده کړو په برخه کې پراته خنډونو دوام او د بلې خوا د اوکراین جګړه مهمه ګڼي او وايي، چې د دغو دوو عواملو له امله افغانستان سره د نړیوالې ټولنې لیوالتیا کمه شوې ده.

د سیاسي چارو یو بل کارپوه قاضي محمد حسن حقیار وايي، چې نړیواله ټولنه دا ګڼي، چې د طالبانو حکومت ورسره کړي ژمنې عملې نکړې.

XS
SM
MD
LG