د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز:طالبانو شپږ میاشتو کې د پخواني حکومت کابو ۵۰۰ پوځيان او کارکوونکي وژلي


د یوې تازه څیړنې پایلې ښکاره کوي چې طالبانو واک ته له رسیدو وروسته په لومړیو شپږو میاشتو کې د پخواني حکومت ۴۹۰ پوځیان او کارکوونکي وژلي او یا هم لادرکه شوي‌ دي.

ددغه څیړنیز راپور له مخې چې د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۲ (وري ۲۳) نیویارک ټایمز خپور کړی د هغو کسانو په منځ کې چې وژل شوي او یا هم لادرکه شوي، د افغانستان د پخواني‌ حکومت د نظامیانو او کارکوونکو خپلوان هم شامل دي.

نیویارک ټایمز ویلي‌ دي چې دغه راپور د اوو میاشتو په موده کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د نهو خبریالانو په همکاري جوړ شوی او دا راپور تر دې مهاله د پخواني حکومت د پوځيانو او کارکوونکو په وړاندې د طالبانو د غچ اخیستونکو بریدونو‌ په اړه جامع څیړنه ده.

ددغه څیړنیز راپور چمتو کوونکو ویلي چې د طالبانو له خوا یې د افغانانو د وژلو او لادرکه کیدو ټول ۴۹۰ موارد په جلا جلا توګه څیړلي دي او ددې راپور په چمتو کېدو کې د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو د معلوماتو ، عیني شاهدانو او د قربانیانو د کورنیو د غړو د څرګندونو څخه کار اخیستل شوی دی.

په راپور کې راغلي واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، هغوی د پخواني حکومت غړي تر نیولو وروسته ځورولی او بیا یې په ډزو وژلي او یا هم سرونه ورڅخه پرې کړي.

راپور زیاتوي، طالبانو د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې چې دا راپور پکې چمتو شوی، د پخواني حکومت د پوځي او ملکي کارکوونکو په وژلو او لادرکه کیدو لاس پورې کړی دی.

ددغه راپور له مخې یوازې په بغلان ولایت کې د پخواني حکومت ۸۶ پخواني پوځیان د طالبانو له خوا وژل شوي‌ دي.

راپور د طالبانو له خوا د عمومي عفوي اعلان د درواغو یوه ادعا بللې او ویلي یې دي چې طالبانو د عمومي عفوې د اعلان په پلمه، دام ته د پخواني حکومت د کارکوونکو د اچولو لپاره کار اخلي.

طالبانو دا راپور رد کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته وویل چې دا راپور «د ناسمو معلوماتو او عقدې په اساس» جوړ شوی دی.‌ هغه وویل د «عمومي عفوې» له اعلان وروسته د طالبانو حکومت او جنګیالیو «څوک نه دي» وژلي. خو دا خبره یې وکړه چې د ځینو شخصي مسائیلو له کبله خلک وژل شوي او هغو قضیو ته هم د دوی حکومت رسیدګي کړې ده.

دغه راپور ته په غبرګون کې د طالبانو د حکومت یو غړي انس حقاني هم په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «.... نیویارک ټایمز باید داسې له حقیقت لرې تبلیغاتي راپورونه خپاره نه کړي چې هدف یې یوازي د خلکو مهاجرت ته هڅول وي....»

خو د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي دي چې د پخواني حکومت د پوځیانو او ملکي کارکوونکو په وړاندې د طالبانو غچ اخیستونکي بریدونه هدفمندانه او قصدي دي.

راپور همدارنګه ادعا کوي چې طالبان د غربي هیوادونو د مالي مرستو او ملاتړ د خپلولو په هدف د پخواني‌ حکومت د‌ پوځيانو او کارکوونکو د عمومي عفوي په اړه درواغ وایي او غواړي ښکاره کړي چې دا ډله بدله شوې ده.

د راپور چمتو کوونکو وویل هغوی هڅه وکړه چې ددې تحقیق په اړه د طالبانو نظر هم واخلي خو ځواب یې ترلاسه نکړ.

XS
SM
MD
LG