د لاس رسي وړ اتصالات

مسعود: طالبانو جنګي جنایات کړي، نړیواله محکمه دې ورته رسېدګي وکړي


احمد مسعود
احمد مسعود

په افغانستان کې د «مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود په خپلې یوې تازه خپرې شوې ویدويي وینا کې طالبان په جنګي او بشري جرمونو تورن کړي دي.

د ښاغلي مسعود دا ویدویي وینا پنجشنه مارچ ۲۴ (وري څلورمه) د هغه په رسمي فسبوک کې خپره شوې خو معلومه نه ده چې چېرې او کله ثبت شوې ده.

د نوي کال په مناسبت په دغې وینا کې د «مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود د خپل «مقاومت» تر څنګ په ځینو نورو مسائیلو هم غږېدلی دی. هغه طالبان تورن کړي چې د «عمومې بخښنې» سره سره یې د افغانستان د مخکني حکومت امنیتي عسکر نیسي،‌ شکنجه کوي ‌او وژني يي.

نوموړي د طالبانو دا کارونه «جنګي جنایت» وبلل او د جرمونو د نړیوالې محکمې څخه یې وغوښتل چې د دغو«غیر قانوني ‌نیونو، د شکنجې او وژنو، چې د بشر ضد او جنګي جنایاتو ښکاره بېلګې دي او طالبانو دا جنایتونه کړي، په اړه او د طالبانو څخه د پوښتنې لپاره عملي اقدامات» وکړي. هغه زیاتوي چې «د جنايي جرمونو د نړیوالي محکمې څخه غواړو چې دغو قضایاتو ته رسېدګي» وکړي.

ښاغلي مسعود د ملګرو ملتونو او نورو بشري سازمانونو څخه هم وغوښتل چې د طالبانو تر حکومت لاندې افغانستان کې د بشري حقونو نظارت قوي کړي.

د «مقاومت جبهې» مشر داسې مهال طالبان په جنګي جرمونو تورنوي‌چې تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان او نورو بشري سازمانونو ویلي وو چې طالبانو د «عمومي بخښنې» سره سره د مخکني حکومت د پوځ شاوخوا ۱۰۰غړي وژلي او یو شمېر یې نیولي،‌ شکنجه کړي او ورک کړي دي.

د طالبانو حکومت وايي چې دوی «عمومي عفوه» اعلان کړې او د مخکني حکومت ټول کارکوونکي په افغانستان کې ژوند کولای شي او د دوی په وینا څوک ورته د زیان رسولو حق نلري.

طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته داخل او څو ورځې وروسته یې خپل حکومت اعلان کړ. د احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومت جبهه» یې په مخالفت کې ودرېدله او په پنجشیر کې یې وسله واله مبارزه یې پیل کړه.

احمد مسعود وايي چې جنګیالي یې د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې فعال دي او «تر خپلې وروستۍ سلګې پورې به د افغانستان د نجات لپاره» مبارزه کوي.

خو طالبان وايي چې د هغوی په مقابل کې په افغانستان کې هېڅ ډول وسله وال مقاومت نشته. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي څو میاشتې مخکې په تهران کې له احمد مسعود سره هم لیدلي وو، خو کومې نتیجې ته رسېدلي نه وو. ښاغلی مسعود وايي چې طالبان له دوی څخه دوې غوښتنې لري: «یا تسلیم شئ او یا بیعت وکړئ». مګر دی، په خپل «مقاومت» ټېنګار کوي.

XS
SM
MD
LG