د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړې استازې رینا امیری په افغانستان کې په ښوونځیو باندې وروستي ترهګریز بریدونه په کلکه وغندل او د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه یې وکړه.
میرمن امیري له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې په ښځو، ماشومانو او نورو اسیب پذیره افغانانو باندې بریدونه «غیر انساني، نا عادلانه او د نه منلو وړ» وبلل.
په کابل، کندز او د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې په چاودنو کې لسګونه افغانان وژل شوي او ژوبل شوي دي چې د ښوونځي یو شمېر ماشومان هم په کې شامل دي. د دغو ځینو بریدونو مسولیت دداعش ډلې منلې.
میرمن امیري د بریدونو د غندلو تر څنګ په طالبانو یو ځل بیا غږ وکړ چې په خپلو ژمنو وفا وکړي او تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.
نوموړې امریکا غږ ته وویل «طالبانو سره باید جدي حساب او کتاب وشي. طالبانو له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره ژمنې کړې وې چې د مارچ په ۲۳مه نیټه به د نجونو ښوونځي [تر شپږم ټولګي] پرانیزي. دوی ان د خپلې پرېکړې د بېرته اخیستلو څخه یوه اونۍ مخکې هم ژمنه کړې وه، په وار وار یې ژمنه کړې وه چې د نجونو ښوونځي به پرانیزي»
نوموړې وویل چې دا د طالبانو د لوړپوړیو مشرانو پرېکړه ده چې د «منلو نه ده او دا پرېکړه افغانستان شا ته» بیايي.
میرمن امیري وویل چې طالبانو ته یې دا خبره ښکاره کړې ده چې باید خپلې ژمنې عملي کړي او تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.
هغه داسې مهال دا څرګندونې کوي چې طالبانو په ښکاره د نجونو د ښوونځیو د بندولو په اړه دلایل نه دي وړاندې کړي او تر «امرثاني» پورې یې تړلي دي.
څو ورځې مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د بي بي سي انګلیسي څانګې سره په یوې مرکې کې وویل چې د نجونو د ښوونځیو په اړه د طالبانو دا پریکړه نه مني. هغه وویل چې سخته ده چې د نجونو له ښوونځیو پرته افغانستان وپايي او زیاته یې کړه چې دا د ټول ولس غوښتنه ده او باید پرانیستل شي.