د لاس رسي وړ اتصالات

کیف: تر اوسه د اوکراین د ملي ګارډ څه باندې ۵۶۰ سرتیري وژل شوي


د اوکراین د ملي ګارډ‌ رئیس وایي چې د فبروري میاشتې له ۲۴ څخه بیا تر اوسه پورې پر دغه هیواد د روسیې د برید له پیل څخه د یاد هیواد د ملي‌ ګارډ ۵۶۰ سرتیري وژل شوي دي.

د اوکراین د ملي ګارډ رئیس اولیکسي ناتوچي ویلي‌ دي‌ چې د وژل شویو په منځ د "ازوف غنډ" پوځيان هم شامل دي چې تر اوسه هم د ماریوپول ښار د وسپنې په فابریکه کې مقاومت کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د ۵۶۱ وژل شویو سربیره ۱۶۹۷ نور پوځیان ټپیان شوي‌ دي.

اوکرایني مقاماتو له دې وړاندې د خپلو تلفاتو په اړه ډیر کم معلومات ورکول. د روسیې دفاع وزارت هم د خپلو تلفاتو په اړه معلومات ندي ورکړي.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنکسي د اپریل میاشتې په نیمایي کې وویل چې د ۲۵۰۰ تر ۳۰۰۰ پورې اوکرایني پوځيان د روسیې سره په جګړه کې وژل شوي او شاوخوا ۱۰ زره نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین ملي ګارډ چې د هغه هیواد د کورنیو چارو وزارت څخه امر اخلي‌ د ۲۰۱۴ کال په مارچ میاشت کې وروسته له هغه رامنځ ته شو چې روسیې کریمیه سیمه په خپله خاوره یوځای کړه او له هغه هیواد سره یې په پوله کې خپل پوځیان ځای پرځای کړل.

وروسته بیا د ازوف کنډک په ګډون د خودي دفاع ځواکونه له دغو پوځيانو سره یوځای شول او د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین په ختیځ کې د روسیې له ملاتړ څخه د برخمن بیلتون غوښتونکو په وړاندې جګړې ته ولیږل شول.

کیف تیره ورځ وویل چې تر اوسه هم څه باندې زر پوځیان د ازوفستال په فابریکه کې ګیر پاتې دي چې سلګونه پکې ټپیان دي.

د ازوف یو شمیر سرتیري چې د سرسختوالي‌ له امله ډیر مشهور دي په دې جګړه کې مړه او ټپیان شوي دي خو د هغوی دقیق شمیر تر اوسه معلوم ندي.

XS
SM
MD
LG