د لاس رسي وړ اتصالات

تاجیکستان: تاجیک سرتیرو په بدخشان کوهي کې پنځه تنه ترهګر وژلي


د تاجیکستان د بدخشان کوهي د خوروغ سیمه چې په ګې پوځي عملیات شوي دي
د تاجیکستان د بدخشان کوهي د خوروغ سیمه چې په ګې پوځي عملیات شوي دي

د تاجیکستان مقامات وایي چې د سه شنبې په ورځ مۍ ۳۱ (غبرګولي ۱۰) د افغانستان او چین سره په پوله ددې هیواد په ختیځ کې یې د ترهګرۍ په ضد عملیاتو کې یې پنځه تنه وژل شوي دي.

د تاجیکستان د اطلاعاتو او دولتي خدماتو د هغه هیواد د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې په اساس ویلي دي چې د «یوې سازمان شوې جنایي او تروریستي ډلې» پنځه تنه غړي د «وسله وال مقاومت» وروسته وژل شوي دي.

په اعلامیه کې همداشان ویل شوي چې دغه عملیات د سه شنبې په ورځ سهار تر سره شوي او دغو وژل شویو کسانو امنیتي ځواکونو ته له تسلیمیدو څخه ډډه وکړه.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې تاجیکستان د روانې میاشتې په لومړیو کې ددې هیواد په ګورنو بدخشان خود مختاره سیمه کې له اعتراضونو وروسته ددې سیمې د کنترول په مقصد د «ترهګرۍ ضد عملیات» پیل کړي.

په دغو نویو شمیرو سره ددغو عملیاتو د پیل راهیسې ټولټال ۱۴ تنه مشکوک «ترهګر» او یو پوځي وژل شوي دي، خو د فرانس پرس په راپور د مرګ ژوبلې غیر رسمي شمیرې له دې څخه لوړې دي.

د تاجیکستان په غرني ایالت بدخشان کې دغو ناڅاپي دښمنیو د لویدیځو هیوادونو د حکومتونو او بشري حقونو د څار ډلې اندیښنې زیږولي په ځانګړې توګه په سیمه کې پر اطلاعاتو باندې د بندیزونو په وجه.

په تاجیکستان کې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د پنځه کلنې ګورنۍ جګړې وروسته، د بدخشان په غرنۍ نیمه خودمختاره سیمه کې کله نا کله نا ارامي رامنځته کیږي.

ددې هیواد حکومت په روانه میاشت کې ویلي وو چې په سیمه کې یې یو عمده مخالف محمد باقر محمد باقریوف «د جنایي ډلو ترمنځ په داخلي شخړو کې» وژل شوی دی چې په وینا یې د تاوتریخوالي د پراخیدو ویره یې رامنځ ته کړې ده.

دغه تاوتریخوالی د ۲۰۱۲ کال راهیسې په سیمه کې تر ټولو جدي ګڼل شوې.

په تیر اګست کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د افغانستان شمالي ګاونډیان اندیښنه لري چې ترهګر له دې هیواد څخه ورداخل نشي. په شاوخوا تیر یو کال کې د تاجیکستان او اوزبیکستان پوځ د روسي پوځیانو سره یوځای څو ځلې د افغانستان سره په پوله پوځي تمرینونه کړي او په افغانستان کې یې د بهرنیو ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندیښنې څرګندې کړې دي.

XS
SM
MD
LG