د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان په پنجشیر کې د پېښو په اړه حقایق پټوي- واشنګټن پوست


د مقاومت جبهې غړي
د مقاومت جبهې غړي

طالبان ادعا کوي چې د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې راهېسې په ټول افغانستان کنترول لري او سرتاسري امنیت یې ټینګ کړی، خو له هماغې ورځې راهېسې د پنجشیر په ولایت، د بغلان د اندراب، خوست او فرنګ په ولسوالیو او د تخار په ځینو سیمو کې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ وخت ناوخت نښتې او جګړې کېږي.

د مقاومت جبهې ویاند په دغو سیمو کې په طالبانو د بریدونو او هغوی ته د تلفاتو د اړولو خبرونه خپروي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي او شایعات یې ګڼي. پنجشیر ته د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو ورتګ محدود دی، خو تازه د واشنګټن پوست یو خبریال دغه ولایت ته تللی او هلته یې د خپلو مشاهداتو، له دخیلو غاړو او د سیمي د خلکو سره د مرکو او خبرو په اساس راپور لیکلی دی.

واشنګټن پوست لیکلي دي چې خبریال یې داسې یوې جګړې ته کتنه کړې ده چې طالبان یې په اړه ډېرې پېښې پټوي او د زرګونو طالب جنګیالیو د ځای په ځای کېدو سره سره طالبان هلته د هر ډول تاوتریخوالي د پېښېدو په اړه انکار کوي.

د پنجشیر د اطلاعاتو مشر نصرالله ملکزاده واشنګټن پوست ته ویلي دي چې په پنجشیر کې «هر څه سم دي او هېڅ جګړه» نشته، خو د پنجشیر یو شمېر اوسېدونکو ویلي دي چې د مقاومت جبهي په ضد د طالبانو عملیات لا هم روان دي.

واشنګټن پوست د سیمې د یو شمېر خلکو، چې نه یې غوښتل نومونه یې خپاره شي، له خولې لیکلي دي چې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ په جګړې کې لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي او طالبانو یو شمېر ولسي خلک نیولي او بندیان کړي دي.

د مقاومت جبهې د یوې ۱۰۰-کسیزې ډلې قومندان واشنګټن پوست ته ویلي دي چې هغوی په هغو وسلو سمبال دي چې «له تاجیکستان او اوزبیکستان څخه» انتقال شوي، خو وايي چې مهمات او په خاص ډول راکټ لنچرې یې کافي نه دي. دغه قومندان چې نغواړي نوم یې واخیستل شي ویلي دي: «څو هېوادونه له موږ سره مرسته کوي، خو موږ ډېرو مرستو ته اړتیا لرو.»

طالبانو تل هڅه کړې ده چې پنجشیر ته د رسنیو ورتګ محدود کړي چې هلته د پېښېدونکیو مسائیلو په اړه معلومات خپاره نشي. خو واشنګټن پوست وايي چې په کابل کې طالب چارواکو د هغوی خبریال ته اجازه ورکړې چې پنجشیر ته ولاړ شي او د امنیتي وضعیت په اړه یې راپور ولیکي.

په دغه ولایت کې یو ۶۲ کلن هټیوال ګلزار دغه خبریال ته ویلي دي: «هېڅوک نپوهېږي چې دلته څه روان دي. هېڅوک اجازه نلري چې دلته راشي، نپوهېږم چې ته څنګه دلته راغلی يې.»

نوموړي وویل چې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ ورستۍ نښته د هغه په کلي کې وشوه، وايي د جګړې له پیل سره سم له خپلې کورنۍ سره یو ځای غرونو ته وتښتېدل. نوموړي ویلي دي چې دا جګړه یوه ورځ روانه وه چې بالاخره د طالبانو د مخالفینو مهمات خلاص شول او هغوی طالبانو ته تسلیم شول. د سیمې ځینو نورو اوسېدونکو هم د ښاغلي ګلزار حکایت تائید کړ.

خو په پنجشیر کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر د ښاغلي ګلزار او نورو کلیوالو دا خبرې رد کړې او هغه يې «د بهرنیو ځواکونو شایعات» او «سراسر درواغ» وبلل. هغه دا ادعا هم وکړه چې پنجشیر ته د رسنیو په ورتګ هېڅ ډول محدودیت نشته.ده وویل چې یوازې د یوې بهرنۍ رسنۍ خبریال ته یې اجازه نه ده ورکړې چې پنجشیر ته داخل شي، وايي دغه خبریال د پنجشیر د وضعیت په اړه له «درواغو» ډک راپور خپور کړی و.

طالبانو تل هغه خبریالان، رسنۍ او یوټیوبران چې د طالبانو په اړه یې انتقادي راپورونه خپاره کړي او یا یې راپورونو طالبان ننګولي دي، تر فشار لاندې نیولي دي.

سره له دې چې طالبان وايي په پنجشیر کې امنیت تامین دی، خو د مقاومت جبهه نژدې هره ورځ په پنجشیر کې د جګړې خبرونه خپروي او د پنجشیر یو شمېر اوسېدونکی بیا د دواړو غاړو ادعاوو ته د شک په سترګه ګوري.

د پنجشیر یو اوسېدونکي، چې مخکې پولیس و، ویلي دي چې دواړه غاړې د پنجشیر د جګړې په اړه شایعات او تبلیغات خپروي. نوموړي ویلي دي چې له هرې جګړې وروسته یې لیدلي چې طالبانو د خپلو جنګیاليو مړي په موټرونو کې بار کړي دي، خو هغه وايي چې طالبانو ته د ډېرو تلفاتو د اوښتو ادعا، چې د مقاومت جبهه يي کوي، هم « له اغراق ډکه» ده.

په همدې حال کې د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسئول علي میثم نظري وايي چې معلومات او اطلاعات یې دقیق او په سیمه کې د مقاومت د جبهې د قومندانانو او د طالبانو په لیکو کې د مخبرانو له لوري ورکول کېږي او خپرېږي.

طالبان او د مقاومت جبهه ادعا کوي چې په جګړې کې ولسي خلکو ته زیان نه رسي، خو د سیمې خلک وايي چې دواړه غاړې ولسي تلفات له پامه غورځوي. د پنجشیر یو اوسېدونکي ویلي دي چې په خپل کلي کې يې د لږ تر لږه لسو ولسي خلکو په جنازو کې برخه اخیستې چې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ جګړې وژل شوي وو.

د پنجشیر د درې ولسوالۍ یو قومي مشر ویلي دي چې دواړو خواو د تلفاتو په زیاتېدو سره جګړې زیاتې او ظالمانه شوې دي. هغه ویلي دي هر کله چې طالبانو ته تلفات اووښتي دي، د خلکو په وژلو او صحرايي محاکمه کولو یې لاس پورې کړی دی. هغه ادعا کوي چې د پنجشیر له بېلابېلو سیمو څخه ورته همداسې خبرونه رسېدلي دي.

د دغې سیمې یو بل اوسېدونکي فرامرز تمنا ویلي دي چې طالبانو د مقاومت جبهې د یو وژل شوي جنګیالي مړي په سړک کې ځړولی و چې خلک یې ننداره وکړي. هغه ويلي دي: «[طالبانو] نارینوو ته اجازه ورنکړه چې د هغه مړی انتقال کړي بلکې ښځې یې مجبورې کړې چې د هغه مړی قبرستان ته یوسي.»

د واشنګټن پوست خبریال لیکلي دي چې په پنجشیر ولایت کې یې د طالب جنګیالیو پراخ حضور لیدلی چې په پرمختللیو وسلو مجهز او سمبال وو. نوموړي د طالب چارواکو له خولې لیکلي دي چې د طالبانو د «سرې قطعې» د جنګیالیو په ګډون زرګونه غړي یې پنجشیر ولایت ته انتقال شوي دي.

XS
SM
MD
LG