د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي عربستان ولیعهد د اړیکو د عادي‌ کیدو لپاره ترکیې ته تللی


د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان او د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان
د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان او د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د چهار شنبې په ورځ جون ۲۲ (چنګاښ لومړۍ) له ترکیې سره په بشپړ ډول د اړیکو د عادي کیدو په هدف هغه هیواد ته ولاړ.

له سعودي عربستان سره د ترکیې اړیکې وروسته له هغه ترینګلې شوې چې په ۲۰۱۸ میلادي‌ کال کې د ریاض منتقد جمال خاشقجي په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو.

دا د خاشقجي له وژل کیدو وروسته لومړی ځل دی چې د عربستان ولیعهد ترکیې ته سفر کوي.

یو جګپوړوي ترکي چارواکي چې ویې غوښتل نوم یې په راپور کې ذکر نشي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي تمه کیږي چې دا سفر "له کړکیچ مخکې پړاو"په شان د اړیکو بیرته عادي کیدل له ځان سره ولري:" نوی پړاو به پیل شي."

هغه بیانه چې د اردوغان او سلمان تر ملاقات وروسته خپره شوه، دواړو هیوادونو د دوه اړخیزو اړیکو د همکارۍ د نوي پړاو په پیلیدو یې ټینګار کړی دی.

دغه ترکي‌ چارواکي وویل دواړو هیوادونو تجارتي، د پروازونو او تلویزیوني سریالونو محدودیتونه لغوه کړي او د یو بل په وړاندې یې د منفي تبلیغاتو کیدو ته هم د پای ټکی ایښی دی.

خو دغه چارواکي زیاته کړه د اسعارو د تبادلې د احتمالي‌ بهیر په اړه خبري چې کولی شي د ترکیې د کمو شویو بهرنیو ذیرمو له بیا جوړیدو سره مرسته وکړي ، په هغه سرعت پر مخ ندي تللي چې باید تللي وای، او اردوغان او شهزاده محمد به په خصوصي شکل په دې اړه بحث وکړي.

په مشترکه بیانه کې دواړو مشرانو همدارنګه د سوداګرۍ، دفاع، انرژۍ او ګرځندوی په ګډون په یو شمیر برخو کې د همکاریو په ښه والي خبري اتري کړي دي.

د سعودي عربستان ولیعهد په داسې حال کې ترکیې ته سفر کوي چې نوموړی د خلیج له هیوادونو هاخوا د خپل محبوبیت د پراخیدو هڅه کوي. ترکیه چې له پولي پاړسوب "تورم" او شدید اقتصادي‌ کړکیچ سره مخ ده هڅه کوي چې د خلیج فارس د شتمنو هیوادونو مالي ملاتړ ترلاسه کړي.

له دې مخکې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د اپریل په ۲۹ (غوايي نهمه) او د خاشقجي له وژل کیدو کابو څلور کاله وروسته، د عربستان په جده ښار کې له شهزاده محمد بن سلمان سره وکتل.

عربستان په لومړیو کې د خاشقجي د وژل کیدو تورونه ردول خو په پای کې یې ومنله چې خاشقجي په تیروتنې سره په غیر اصولي عملیاتو کې وژل شوی خو د عربستان د ولیعهد لاس لرل یې پکې رد کړي دي.

ولسمشر اردوغان له دې مخکې ویلي وو چې د عربستان "جګپوړو" چارواکو د جمال خاشقجي د وژلو امر کړی وو خو هیڅ وخت یې د عربستان د ولیعهد نوم نه وو اخیستی. د خاشقجي وژنې د امریکا په ګډون د نړۍ تند غبرګونونه راوپارول.

XS
SM
MD
LG