د لاس رسي وړ اتصالات

نغمې د زلزلې ځپلیو افغانانو په حال وژړل


ښاپېرۍ نغمې
ښاپېرۍ نغمې

د افغانستان وتلې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره د مرستو غږ وکړ.

میرمن نغمې نن یکشنبه جون ۲۶ (چنګاښ پنځمه) په خپل فیسبوک پاڼه کې په یوې خپرې شوې ویدیو کې وايي چې تر خپلې وسې یې له زلزلې ځپلیو سره مرسته کړې ده.

هغه وايي چې د زلزلې د قربانیانو د تصویرونو په لیدو ډېره خواشینې شوې ده او له دې خبرې سره په ژړا شي او وايي دې حالت دومره دردولې چې نه یې شي بیانولی.

هغه له ټولو افغانانو او نورو څخه غواړي چې د قربانیانو د کورنیو لاس ونیسي. ښاپېرۍ نغمه وايي: «راځئ چې ویر او ماتم یوې خوا ته پرېږدو او د خپلو هېوادوالو او غمځپلیو سره مرسته وکړو، ځکه دا وخت د مرستې دی او باید د یو بل په درد وخورو، که کم کمک هم وي د دوی په درد خوري.»

د تېرې چهارشنبې په شپه په افغانستان کې زلزله وشوه چې په پکتیکا او خوست کې یې ډېر مالي او ځاني زیانونه واړول. د طالبانو حکومت وايي چې په دغې زلزلې کې څه باندې ۶۵۰ کسان مړه شوي او سلګونه نور ژوبل شوي دي.

همدغه راز سلګونه کورونه هم ویجاړ شوي دي. په خیریه ټولنو سربېره، په بهر کې یو شمېر مېشتو افغانانو هم د زلزلې له قربانیانو سره د مرستو ټولول پیل کړي دي چې تر دې دمه سلګونه زره ډالر ټول شوي دي.

XS
SM
MD
LG