د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي، له امریکايي پلاوي سره یې د افغانستان د شتمنیو د خلاصولو په اړه خبرې کړي


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امیر خان متقي په مشرۍ طالب پلاوي له امریکايي استازو سره د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خلاصولو په اړه خبرې کړي دي.

د وزارت د معلوماتو په اساس د طالبانو حکومت پلاوي یو ځل بیا د امریکا له متحده ایالاتو څخه د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل جولای ۲۷ (زمري پنځمه) ویلي چې غونډه تیره ورځ د ازبیکستان مرکز تاشکند کې وشوه.

نوموړي زیاته کړې چې دواړو لورو د کنګل شویو شتمنیو ترڅنګ اقتصادي ثبات، بشري مرستو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړې: "په نننۍ ناسته کې چې د افغانستان بانک معین او تخنیکي استازې هم شامل وو د امریکا د خزانې وزارت له معین او تخنیکي ټیم سره ژور تخنیکي بحثونه ترسره کړل، افغان پلاوي په ټینګار سره د افغانستان بانګ له کنګل شوي ریزرف څخه د معقولو دلایلو پر بنسټ دفاع او د خلاصون غوښتنه وکړه."

امریکايي لورې تر دا مهاله ددغه لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د سې شنبې په ورځ د افغانستان په اړه د تاشکند نړیوال کنفرانس کې د امریکا له متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او پر دغه هیواد لګېدلي اقتصادي بندیزونه لیري کړي.

نوموړي زیاته کړې چې یادو بندیزونو په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې او د پیسو د انتقال مخه نیولې او د طالبانو د حکومت هغه فعالیتونه یې ټکني کړي چې "ګټه یې ملکي خلکو ته رسیږي".

مخکې رویټرز خبري آژانس د خپلو سرچینو له قوله ویلي و چې د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو شتمنیو د پرېښودو په اړه امریکا او طالبانو له یو بل سره خپل وړاندیزونه شریک کړي ‌دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو او د جمهوري نظام تر ړنګیدو وروسته، متحدو ایالتونو په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان بانک شاوخوا نهه میلیارده ډالر کنګل کړل.

XS
SM
MD
LG