د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا استخباراتو ایمن الظواهري څنګه پیدا او په نښه کړ؟


د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري
د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري

امریکايي چارواکي وايی د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهرې یې د یکشنبې په سهار په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې وواژه.

چارواکي د هغه وژل کېدل لویه لاس ته راوړنه بولي. دوی وايي له څو کالونو راهېسې یې د هغه د څرک معلومولو لپاره یې هلې ځلې کولې.

امریکايي مقامات وايي چې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته ایمن الظواهرې له خپلې کورنۍ سره کابل ته انتقال شو.

د امریکا استخبارات وايي په تېرو څو میاشتو کې یې په دې باندې کار کاوه چې دقیق معلوم کړی دغه شخص په خپله ایمن الظواهري دی که نه. وايي هغه په کابل کې په یو خوندي او مصون کور کې اوسېده.

راپورونه وايي چې هغه له تېرو څو کالونو راهېسې د پاکستان په قبایلي سیمو کې اوسېده. تر دې مخکې امریکايی چارواکو راپورونه ورکړي وو چې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته افغانستان ته د القاعده ډلې د غړو تګ راتګ ازاد شوی دی.

د امریکا استخباراتو د اپریل په میاشت کې لوړ پوړیو مقاماتو ته د الظواهرې په اړه معلومات ورکول پیل کړل او د امریکا د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان به ولسمشر بایډن ته دا معلومات انتقالول.

د رویټرز خبري اژانس د یو امریکايي مقام له خولې، چې نوم یې نه دی لیکل شوی، ویلي دي چې د څو مستقلو معلوماتي سرچېنو څخه یې معلومات ترلاسه کول.

وايي کله چې الظواهري کابل ته انتقال شو، چارواکي پرې خبر نه و، خو د کور په برنډه (بالکني) کې یې له لیدو وروسته وپېژنده.

په تېرو څو اوونیو کې ولسمشر جوبایډن د کابېنې له غړو او لوړ پوړیو چارواکو سره وغږېده چې په دې اړه په غوره اقدام خبرې وکړي او ویې ارزوي.

د دغه چارواکي له خولې د جولاۍ په لومړۍ نېټه د سپینې ماڼۍ د «وضعیت خونه» کې د سي آی اي د مشر په ګډون د کابینې غړو ولسمشر بایډن ته د یو عملیاتو وړاندیز وکړ.

ښاغلي بایډن «موږ څومره پوهېږو او څنګه پرې پوهېږو؟» پوښتنې وکړې او د دغو پوښتنو جزیات یې وغوښتل او د استخباراتو له لوري د هغه کور جوړه شوې طرحه یې هم ولیده چې الظواهري په کې اوسېده.

ښاغلي بایډن همدغه راز د دغه برید د عواقبو په اړه هم پوښتنې وکړې.

رویټرز د دغه مقام له خولې لیکلي دي چې د داخلي ایجنسیو د قانونپوهانو یوې ډلې د الظواهري په اړه راټول شوي استخباراتي معلومات وارزول او تائید یې کړل.

د جولاۍ په ۲۵ نېټه ولسمشر جوبایډن د خپلې کابینې د کلیدي غړو او مشاروانو غونډه راوبلله چې د نورو مسائیلو تر څنګ، په دې اړه هم نهايي خبرې وکړي چې په الظواهري برید به او د هغه وژل کېدل به د امریکا او طالبانو په روابطو څومره اغیز وکړي.

راپور وايي په غونډه کې د نورو د نظریاتو له اورېدو وروسته، ولسمشر جوبایډن د یو داسې «دقیق هوايي برید» امر ورکړ چې د ولسي تلفاتو خطر په کې کم وي.

امریکايي چارواکي وايي الظواهري د کابل په وخت د یکشنبې په سهار د جولاۍ په ۳۰ نېټه د هغه بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو چې د «دوزخ اور» په نامه میزایل توغوي.

XS
SM
MD
LG