د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل چاودنې ته نړیوال غبرګونونه؛ طالبان دې د ټولو افغانانو امنیت ټينګ کړي


په کابل کې د تیرې ورځې مرګونې چاودنې چې مسؤلیت یې داعش ډلې منلی پراخ غبرګونونه پارولي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې ځانګړي راپور ورکونکي او اروپايي ټولنې له طالبانو څخه غوښتي چې د محرم ورځې ماتم کولو د امنیت په برخه کې هڅې وکړي.

پرون جمعه اګست پنځمه (زمري ۱۴) د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند «سرکارېز» سیمه کې یو جومات ته نژدې چاودنې ۸ تنه ووژل او شاوخوا ۲۰ تنه یې ټپیان کړل.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې ځانګړي راپور ورکونکي ریچارت بنیت د شنبې په ورځ اګست شپږمه (زمري ۱۵) دغه چاودنه «وحشتناکه» بللې او دغه پېښه یې د هغو جنایتونو دوام بللی چې مسؤلیت یې داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

نوموړي د دغه پېښې د قربانیانو د کورنیو سره غم شریکي ښودلې او له طالبانو څخه یې غوښتي چې د افغانستان د ټولو اوسېدونکو امنیت ټينګ کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې ځانګړي راپور ورکونکي د یادې پېښې د عاملینو د مجازات غوښتنه کړې.

د راپورنو له مخې په دغه چاودنه کې افغان اهل تشیع چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي مړه او ټپیان شوي دي.

پر همدې مهال د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن هم دغه چاودنه غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې غم شریکي ښودلې ده. ښاغلي نیکلاسن پر خپل ټویټر پاڼه په لیکلي پیغام کې د افغانستان ټولو خلکو ته د امنیت غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي چې د دغه چاودنې عاملین باید پیدا او مجازات شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم دغه «چاودنه تروریستي» بللې او قربانیانو له کورنیو سره غم شریکي ښودلې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي چې طالبان باید په دغه هیواد کې د «عاشورا د ماتم کوونکو او نورو مذهبي مراسمو» امنیت ټینګ کړي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تیره ورځ وویل دغه چاودنه چې د ملکي وګړو په کراچۍ کې رامنځته شوې ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي. خو ځینو سرچینو بیا په دغه چاودنه کې د اوښتې مرګ ژوبلې کچه تر هغه لوړه بللې چې طالبان یې ښيي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله تیره شپه وویل چې «اسلامي امارت» دغه «بزدلانه» عمل په کلکه غندي او د «اسلام او هېواد دښمنه کسانو کار یې بولي».

بلخوا د داعش خراسان څانګې ادعا کړې د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د عاشورا په مراسمو برید دوي کړی او ویلي دي چې په برید کې شل کسان وژل شوي او ټپي شويدي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې راتلوونکې دوشنبه د عاشورا مراسم تر سره شي د طالبانو حکومت امنیتي بنسټونو د تیرو څو ورځو راپدېخوا په کابل ښار کې د عاشورا مراسمو په هدف امنیتي تدابیر او تلاشۍ زیاتې کړي دي.

طالبانو تېره اونۍ وویل چې د کابل ښار کارته سخي سیمه کې د داعش ډلې یو شمېر غړي چې د عاشورا په ورځ یې د برید پلان درلود له منځه وړي دي.

XS
SM
MD
LG