د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش ډلې د طالبانو د یو 'دیني عالم' د وژلو مسئولیت ومانه


وسله وال طالب
وسله وال طالب

په کابل کې د طالبانو د حکومت مقامات وايي چې دغې ډلې ته نژدې یو مشهور «مبلغ او دیني عالم» رحیم الله حقاني په یو ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.

سیمه ایز خبریالان وايي چې په نوموړي باندې د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۱ (زمری۲۰) د کابل ښار د شش درک په سیمه کې په خپلې مدرسې کې دننه ځانمرګی برید شوی دی.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي په خپل ټویټر کې د رحیم الله حقاني وژل تائید کړي خو د پېښې د څرنګوالي په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.

نوموړي لیکلي دي چې رحیم الله حقاني «د نامرده او نامراده دښمن په ناځوانمردانه حمله کې» وژل شوی دی.

ښاغلي کریمي نه دي ویلي چې دا «دښمن» یې څوک دي. دا مهال په افغانستان کې د داعش ډله او مقاومت جبهه د طالبانو په ضد جنګېږي.

د داعش ډلې د دغه برید مسئولیت منلی دی، د نړیوالو رسنیو په حواله د داعش ډلې په یوې اعلامیې کې ادعا کړې ده چې د دوې یو غړي په رحیم الله حقاني برید کړی او وژلی یې دی. داعش په ۲۰۱۵ کې په افغانستان کې رادبره شوی او له هماغې راهېسې یې د یو شمېر خونړیو پېښو مسئولیت منلی دی.

راپورونه وايي چې ځانمرګي بریدګر یوه پښه هم نلرله او چاودیدونکي توکي یې په خپلې مصنوعي پښې کې ځای په ځای کړي وو.

رحیم الله حقاني د طالبانو یو «ژبور مبلغ» بلل کېده او ډېر کله به یې د دغې ډلې په پلوۍ خبرې او ویناوې کولې. نوموړي په دې وروستیو کې په خپلو خبرو کې د داعش ډلې د غړو وژل هم روا بللي وو او همدغه راز د افغانستان د مخکني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرتېرو وژل یې هم «روا ګڼل».

په ټولنیزو رسنیو کې په ځینو خپرو شویو ویدویګانو کې ښودل کېږي چې د طالبانو دغه مبلغ په ځینو غونډو کې ناستو طالب جنګیالیو ته د داعش د غړو د وژلو سپارښتنې کوي.

رحیم الله حقاني د طالبانو د ډېرو نورو مشرانو په څېر په پېښور کې «د دارالعلوم حقانیه» له مدرسې څخه فارغ شوی و.

طالبانو نه دي ویلي چې په حقاني باندې په شوي ځانمرګي برید کې نور څومره کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي، خو وايي په اړه یې پلټنې روانې دي.

طالبان د تېرکال د اګست په ۱۵ نېټه په کابل کې بیا واکمن شول او له هغه وروسته یې وخت ناوخت د داعش د یو شمېر غړو د وژلو او نیولو ادعاوې کوي.

XS
SM
MD
LG